کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۰) : په لومړي ځل په هندي بازارونو کې د افغانستان تولید تر نوم لاندې د افغاني زعفرانو د خرڅلاو پرانیسته وشوه.
د هندوستان په ممبي ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ له خوا د چنګاښ په ۲۲مه، پژواک ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، له کلونو راهیسې هندي سوداګرو له افغانستان څخه زعفران واردول او له بسته بندي کولو وروسته به یې د هندي زعفرانو په نوم بازار ته عرضه کول.
سرچینې زیاته کړې، په همدې تړاو له شپږو میاشتو راهیسې په ممبي ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ د افغاني زعفرانو د خرڅلاو لپاره د افغاني تولیداتو (Product of Afghanistan) تر عنوان لاندې د خرڅلاو یو پراخه کمپاین پیل کړ او له هندي واردونکو سوداګرو سره یې د پرله پسې فزیکي او پرلیکه لیدنو په ترڅ کې د نوموړې طرحې په قبلولو ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دې هڅو په پایله کې نن د هندوستان (Mataji Trading) شرکت د افغانستان اسلامي جمهوریت د جنرال قونسلګرۍ له وړاندیز سره سم په عملي ډول د خپل مشهور برنډ (Mataji Saffron) کې د افغاني زعفرانو په بسته بندۍ کې د افغانستان تولید (Product of Afghanistan . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP