ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لومړي ځل هندي بازارونو کې د “افغانستان تولید” زعفرانو د خرڅلاو پرانیسته وشوه

په لومړي ځل هندي بازارونو کې د “افغانستان تولید” زعفرانو د خرڅلاو پرانیسته وشوه

author avatar
13 Jul 2021 - 19:06
په لومړي ځل هندي بازارونو کې د “افغانستان تولید” زعفرانو د خرڅلاو پرانیسته وشوه
author avatar
13 Jul 2021 - 19:06

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۰) : په لومړي ځل په هندي بازارونو کې د افغانستان تولید تر نوم لاندې د افغاني زعفرانو د خرڅلاو پرانیسته وشوه.

د هندوستان په ممبي ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ له خوا د چنګاښ په ۲۲مه، پژواک ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، له کلونو راهیسې هندي سوداګرو له افغانستان څخه زعفران واردول او له بسته بندي کولو وروسته به یې د هندي زعفرانو په نوم بازار ته عرضه کول.

سرچینې زیاته کړې، په همدې تړاو  له شپږو میاشتو راهیسې په ممبي ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ د افغاني زعفرانو د خرڅلاو لپاره د افغاني تولیداتو (Product of Afghanistan) تر عنوان لاندې د خرڅلاو یو پراخه کمپاین پیل کړ او له هندي واردونکو سوداګرو سره یې د پرله پسې فزیکي او پرلیکه لیدنو په ترڅ کې د نوموړې طرحې په قبلولو ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دې هڅو په پایله کې نن د هندوستان (Mataji Trading) شرکت د افغانستان اسلامي جمهوریت د جنرال قونسلګرۍ له وړاندیز سره سم په عملي ډول د خپل مشهور برنډ (Mataji Saffron) کې د افغاني زعفرانو په بسته بندۍ کې د افغانستان تولید (Product of Afghanistan . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.