Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د قطر ګډه اعلامیه: دواړو لورو د مذاکراتو پر ادامې موافقه وګړه

کابل ( پژږاک ۲۷ چنګاښ)  د قطر ددوه ورځنیو مذاکراتو په ګډه اعلامیه کې راغلي، دوی د  مذاکراتو د ګړندي کولو پر اړتیا توافق وکړ تر څو په افغانستان کې د موجوده معضلې د حل لپاره ژر تر ژره یوه منصفانه او تلپاتې لار ومومي.‌

تر دوه ورځنیو مذاکراتو وروسته د دولت لوري ډاکټر عبدالله او.د طالبانو له لوري ملابرادر د قطر استازي القحطاني سره په ګډه خبري غونډې ته وینا وکړه او ګډه اعلامیه یی ولوسته.

په ګډه اعلامیه کې راغلي،  افغان لوریو لوړ پوړو مشرانو د قطر هیواد په کوربتوب پرون او نن  په دوحه (‌ قطر ) کې خبرې اترې تر سره کړې.

سرچینې زیاته کړې دوی د مذاکراتو د ګړندي کولو پر اړتیا توافق وکړ تر څو په افغانستان کې د موجوده معضلې د حل لپاره ژر تر ژره یوه منصفانه او تلپاتې لار ومومي.‌

په اعلامیه کې راغلي دوی یوه جوړجاړي ته چې د افغانستان د ټولو نارینه وو او ښځینه وو ګټو او غوښتنو ته د اسلامي ‌اصولو په رڼا کې ځواب وايي،‌ د اړتیا درک لری.

دوی ژمن دي‌ چې د لوړې کچې مذاکراتو کې ښکیل پاتې شي تر څو دغسې یو جوړجاړی تر لاسه شي،‌ او دهمدې هدف لپاره به دوی په راتلونکي ‌کې دغه قسم غونډو ته دوام ور کړي. په عین وخت کې دواړو مشرانو خپلو مذاکراتي ټیمونو ته د مذاکراتو د ګړندي ‌کولو هدایت وکړ.‌

سرچینې ویلي ټول اړخونه ډاډ تر لاسه کوي چې په ټول افغانستان کې ملکي زیربناوې خوندي پاتې شي،‌ اړونده خواوې به د ملکي تلفاتو مخنیوی کوي او د بشري مرستو په اړه به همکاري کوي.‌ په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخه خپریدو ته په پام سره دوی به د واکسیناسیون پرسونل د خوندیتوب لپاره ټول مناسب اقدامات کوي او د کرونا د درملنې لپاره به په ټول افغانستان کې د آکسیجن او نورو اړینو توکیو د خوندي انتقال او په شفافه توګه مستحقینو ته د رسیدو لپاره کار کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي،  دواړه هیئتونه په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تر لاسه کولو لپاره د قطر هیواد سخاوتمندانه مرسته ستايي. همدارنګه د ګاونډیو، سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالې ټولنې څخه د سولې په پروسه کې د هغوی له همکاریو څخه مننه کوي.‌

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.