ژبه

قطر له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل او عملي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ

احمد صهیب حسرت

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۳۳

۸ کتنې

کابل (پژواک) – د قطر د دولت د نړۍوالو همکاریو وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند په دوحه کې د افغانستان د همغږۍ ډلې په ناسته کې له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل پر دوام او عملي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د قطر رسمي خبري اژانس (قنا) د راپور له مخې، دغه ناسته د سې‌شنبې او چهارشنبې په ورځو (د اکټوبر ۲۰مه او ۲۱مه) د بېلابېلو هېوادونو، ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو د استازو په ګډون په دوحه کې جوړه شوې وه.

المسند په دې ناسته کې ویلي چې افغانستان تر بل هر وخت د نړۍوالې ټولنې دوامدار تعامل، د روښانه لومړیتوبونو ټاکلو او عملي همکاریو ته اړتیا لري.

هغې زیاته کړې چې قطر له ۲۰۱۳ کال راهیسې د افغانستان لپاره د دوحې د سولې بهیر له پیل سره سم، د خبرو اترو پر بنسټ له سوله‌ییزو حل‌لارو ملاتړ کړی او د افغان لورو، ملګرو ملتونو او نړۍوالو شریکانو ترمنځ یې د اړیکو د اسانتیا لپاره هڅې کړې دي.

هغې ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په مشرۍ د یوه ټول‌ګډون سیاسي بهیر له لارې او د دغه هېواد ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته په درناوي وټاکل شي.

د نوموړې په وینا، د افغانستان ثبات نه یوازې د دغه هېواد د خلکو، بلکې د سیمې د امنیت، اقتصادي اړیکو د پراختیا او نړۍوالې سولې لپاره هم ارزښت لري.

د قطر د دولت د نړۍوالو همکاریو وزیرې ویلي چې هېواد یې په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان د روغتیا، پوهنې او بېړنیو حالاتو ته د رسېدنې په برخو کې د بشري او پراختیایي پروژو د ملاتړ لپاره نږدې ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې یا یې د مرستې ژمنه کړې ده.

هغې د افغانستان بشري وضعیت ته په اشارې زیاته کړې چې اقتصادي ستونزو، د کډوالو راستنېدو او د کورنیو بې‌ځایه کېدو پر بنسټیزو خدمتونو او محدودو کاري فرصتونو فشار لا زیات کړی دی.

المسند ویلي چې د بشري مرستو د مالي سرچینو له کمېدو سره سره، روغتیايي خدمتونو، تغذیې، پوهنې، د څښاک پاکو اوبو او خوراکي خوندیتوب ته د افغانستان د خلکو اړتیا لا هم جدي ده.

هغې د مرستندویه هېوادونو، ملګرو ملتونو، نړۍوالو مالي بنسټونو او سیمه‌ییزو سازمانونو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې مرستې باید په روڼتیا، مسوولانه توګه او د بشري اصولو له مخې اړمنو کسانو ته ورسول شي.

هغې دغه راز ویلي چې د افغانستان خلک باید د مرستندویه بنسټونو ترمنځ د نه همغږۍ او د هغوی د لیدلورو د اختلافونو پایلې ونه زغمي.

د قطر دغې چارواکې یو ځل بیا له افغانستان سره د خپل هېواد د بشري او پراختیایي مرستو پر دوام، په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

المسند دغه راز د دوحې بهیر او ورسره تړلې کاري ډلې د نړۍوالو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مناسب چوکاټ بللی او د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې، د خصوصي سکټور د پراختیا او د عملي همکاریو په نورو برخو کې یې د هڅو د دوام غوښتنه کړې ده.

هغې په پای کې ټینګار کړی چې افغانستان باید د نړۍوالې ټولنې د پروګرامونو په لومړیتوبونو کې پاتې شي او تخنیکي همکارۍ باید د یوه پراخ سیاسي بهیر د پرمخ بېولو له هڅو سره یوځای دوام ومومي، نه دا چې د هغه ځای ونیسي.