ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اردوغان:  طالبان باید  له ترکیې سره په ارام خبرې وکړي

اردوغان: طالبان باید له ترکیې سره په ارام خبرې وکړي

author avatar
20 Jul 2021 - 23:14
اردوغان:  طالبان باید  له ترکیې سره په ارام خبرې وکړي
author avatar
20 Jul 2021 - 23:14

کابل ( پژواک ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۰) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا د کابل د هوايي ډګر د چارو د پرمخ بیولو او امنیت ساتلو په اړه ټېنګار کړی دی.

ترکیې ویلي دي‌ چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د کابل د هوايي ډګر امنیت ساتي، خو وسله وال طالبان د ترکیې دا کار هم «اشغال» بولي او نه یې مني.

دامریکا غږ د خبر له مخې،   ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبریالانو ته ویلی چې غواړي په دې اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.

هغه وویل: «طالبان، چې له امریکا سره یې یو لړ مذاکرات کړي، باید په له انقرې سره په ارام خبرې وکړي.»

اردوغان زیاته وړې،  باور لري‌ دواړه خواوې یوې موافقې ته رسېدلای شي،‌ خو زیاته یې کړه چې د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره یې امریکا ته خپل ځانګړي شرایط وړاندې کړي دي.

هغه وویل چې امریکا باید له ترکیې سره وي او لوژیستکي او مالي مرستې دې هم وکړي. تر دې مخکې  اردوغان ویلي وو چې د «حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر» د امنیت ساتلو پر کاري چوکاټ له امریکا سره موافقه کړې ده.

تېره ورځ  اردوغان په طالبانو غږ وکړ چې په افغانستان کې له اشغال څخه لاس واخلي او وویل چې د طالبانو کړه وړه داسې نه دي لکه د یو مسلمان چې له بل مسلمان سره وي.

Views: 288

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.