ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کونړ د غازي اباد او ناړۍ ولسواليو کابو ۵زره کورنۍ بې ځایه شوي”

“د کونړ د غازي اباد او ناړۍ ولسواليو کابو ۵زره کورنۍ بې ځایه شوي”

author avatar
28 Jul 2021 - 19:18
“د کونړ د غازي اباد او ناړۍ ولسواليو کابو ۵زره کورنۍ بې ځایه شوي”
author avatar
28 Jul 2021 - 19:18

اسعد اباد (پژواک ۶ زمری ۱۴۰۰): د کونړ مسوولین او خلک وايي چې له غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو نه په تېره یوه اونۍ کې د جګړو له امله له ۵۰۰۰ نه زیاتې کورنۍ نورو امن سیمو ته کډه شوې دي.

وسله والو طالبانو له نږدې دوو میاشتو راهیسې د کونړ ناړۍ او غازي اباد ترمنځ لویه غځېدلې لار له اسعداباد سره د تګ راتګ پرمخ تړلې چې ځايي اوسېدونکي د خوراکي توکو د کمښت ترڅنګ له روغتیایي ستونزو سره مخامخ دي او ډېری کورنیو په غرو رغو کې د فرعي لارو په پلي مزل کولو سره تر مرکز اسعداباد او نورو امنو سیمو ځانونه رسولي دي.

د ناړۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مطیع الله پژواک اژانس ته وويل، دوی خپل کورونه ډک پرېښودل او یواځې يې خپل ماشومان په پلي لارو را ووېستل او اوس يې د اسعداباد ښار په پارک کې اړولي چې هيڅ ډول اسانتياوې ورته نه دي برابرې شوي.

دی له حکومت غوښتنه کوي چې دوی ته دې د استوګنې لپاره د خېمو بندوبست وکړي.

د غازي اباد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محراب هم پژواک ته وويل، دوه میاشتې په غازي اباد او ناړۍ ولسوالۍ لارې بندې وې او له همدې امله په کې د خوراکي توکو بیه له حده زیاتې لوړې شوې وې. يواځې د اوړو بورۍ په اته زره هم نه پيدا کېده او همدارنګه يوه کيلو بوره په درې سوه افغانۍ وه.

د ده په وينا، اوس هلته ډېره ګډوډي وه، له همدې امله نور ورته هلته ژوند ګران شو، نو ځکه اسعد اباد ته راغلل.

د ناړۍ ولسوالۍ يوه مېرمن چې نه غواړي نوم يې خپور شي، وايي، يواځې د خپل تن جامو سره راغلي دي، هرڅه ترې پاتې شوي، په دې سخته ګرمۍ کې چې د سر سيوری هم نشته، ماشومان يې ناروغ شوي دي.

هغه هم له حکومت غواړي چې په ناړۍ کې امن راولي ترڅو بېرته ستانه شي.

محمد دوست هم د ناړۍ ولسوالۍ د شامسیر له کلي اسعداباد ته له خپلو بچیانو سره راغلی دی. هغه وایي لس ساعته یې پلی مزل کړی او اوس په اسعداباد کې بې سرپناه ګرمۍ ته وخت تېروي.

ده زياته کړه، تراوسه ورته هيڅ مرسته نه ده رسېدلې، کومې پيسې يې چې درلودې، هغه هلته په تېرو دوو مياشتو کې چې هيڅ د وتلو لار نه وه، مصرف شوې او اوس هيڅ هم نه لري.

دی له حکومته غوښتنه کوي چې له بې ځایه شوو کورنیو سره په عادلانه توګه مرستې وکړي.

د کونړ مرستیال والي واصف الله واصفي پژواک ته وویل، تر دې دمه اسعداباد او نورو ولسوالیو ته له پنځه زرو نه زیاتې کورنۍ راکډه شوې دي او له دې ډلې د ولايت مقام له خوا له ۱۲۰۰ کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته شوې ده.

د ده په خبره، د ولايت مقام اتو ټيمونو ته دنده سپارلې چې بېلابېلو سيمو کې د بې ځایه شويو کورنيو سروې وکړي ترڅو مرسته په منظم ډول ور ورسول شي.

هغه زياته کړه، دغه پنځه زره بې ځایه شوې کورنۍ چې له زرو زياتې يې ننګرهار ته هم تللې دي، د کونړ د ګرمو سيمو ښوونځيو ودانيو کې په نن ځای په ځای شي او هم به ورسره مرستې وشي.

نوموړي د دې ترڅنګ چې وايي د بې ځایه کېدونکو کورنيو شمېر ورځ تر بلې زياتيږي، پر مرستندویو ټولنو يې غږ وکړ چې د کونړ له بې ځايه شويو کورنيو سره مرستې وکړي.

د يادونې ده چې له تېرو شلو کلونو راهیسې په لومړي ځل د کونړ دغه دوه ولسوالۍ ناړۍ او غازي اباد د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې دي.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.