کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې برېتانیا ته د کوچنیو کښتیو له لارې د افغانانو ورتګ ۳۷ سلنه کم شوی او افغانان له دې لارې د ټولو ورغلو کسانو ۱۳ سلنه جوړوي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت پرون (پنجشنبه) د ۲۰۲۶ کال د جون تر میاشتې د دغه هېواد د کډوالۍ تازه رسمي شمېرې خپرې کړې دي.
د شمېرو له مخې، په یادې موده کې ۳۳ زره او ۳۷۴ کسان د کوچنیو کښتیو له لارې برېتانیا ته داخل شوي؛ په ۲۰۲۵ کال کې دا شمېر ۴۳ زره او ۳۰۹ کسانو ته رسېده چې ۲۳ سلنه کموالی ښيي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، اریتریایان د کوچنیو کښتیو له لارې د ورتلونکو کسانو ترمنځ ۱۸ سلنه جوړوي او تر ټولو لوړه ونډه لري. سودانیان او افغانان هر یو ۱۳ سلنه، سومالیایان ۱۲ سلنه او ایرانیان ۱۱ سلنه جوړوي.
وزارت ویلي چې د اریتریا، سوډان، افغانستان، سومالیا او ایران وګړي په ګډه د دغې مودې په ترڅ کې د کوچنیو کښتیو له لارې بریتانیا ته د ټولو ورغلو کسانو شاوخوا دوه پر درېیمه برخه جوړوي.
د شمېرو له مخې، په دې موده کې پنځه زره او ۸۷۵ اریتریایان بریتانیا ته تللي چې د تېر کال په پرتله دوه سلنه کمښت دی، خو د سودانیانو شمېر څلور زره او ۱۹۱ کسانو ته رسېدلی چې ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
همدارنګه، درې زره او ۹۰۱ سومالیایان د کوچنیو کښتیو له لارې بریتانیا ته تللي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۷۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
د افغانانو شمېر بیا ۳۷ سلنه او د ایرانیانو شمېر ۱۵ سلنه کم شوی دی.
په ټوله کې، د ۲۰۲۶ کال د جون تر میاشتې په ۱۲ میاشتو کې ۳۸ زره او ۸۶ کسان د غیرقانوني پېژندل شویو لارو له لارې بریتانیا ته داخل شوي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۲ سلنه کمښت ښيي. له دې ډلې ۸۸ سلنه کسان د کوچنیو کښتیو له لارې ورغلي دي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دغه شمېرې یوازې ثبت شوي موارد رانغاړي او ټول هغه کسان چې د غیرقانوني لارو دغه هېواد ته ننوځي، ښایي و نه پېژندل شي او ثبت نه شي.