محمودراقي (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۰): د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وویل چې تېر ماښام د نجراب ولسوالۍ اړوند په خارج دره سيمه کې د طالبانو له لوري د هاوان یوه مرمۍ توغول شوې چې له امله یې د دوو سړو او دوو ښځو په ګډون څلور ملکي وګړي وژل شوي او یوه بله مېرمن ټپي شوې ده.
د نجراب ولسوال عبدالقدوس مجددي له جزئیاتو پرته وویل چې په یاده سیمه کې د طابانو او دولتي ځواکونو د نښتې پر مهال د هاوان یوه مرمۍ پر یوه کور لګېدلې ده.
د یوه بل خبر له مخې، د پروان امنیه قوماندان عبدالرووف اروزګاني وایي چې دولتي ځواکونو تېر ماښام د دغه ولایت د شيخ علي ولسوالۍ اړوند د طالبانو پر یوه ډله د هاوان برید کړی چې څلور وسله وال طالبان په کې وژل شوي دي.
طالبانو د یادو دواړو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن