کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اوکراین دې د ولادیمیر زېلېنسکي پر ځای داسې نوی مشر وټاکي چې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو هوکړه وکړای شي؛ اوکرایني چارواکي وایي، د هېواد د مشرتابه د ټاکلو حق یوازې د اوکراین د خلکو دی.
اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې ټرمپ پرون شنبه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، د ده په اند د اوکراین لپاره د نوي ولسمشر وخت رارسېدلی دی. هغه ادعا وکړه چې زېلېنسکي له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره مخکې هم د هوکړې فرصتونه لرل، خو استفاده یې ترې نه ده کړې.
ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې زېلېنسکي د امریکا او روسیې ترمنځ د ډیزلو پر نوې هوکړه نیوکه وکړه. زېلېنسکي ویلي وو چې له دې لارې د روسیې اضافي عواید د جګړې د تمویل لپاره کارېدلی شي.
د راپور له مخې، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها په غبرګون کې ویلي، زېلېنسکي د اوکراین د خلکو ملاتړ لري او د دغه هېواد د مشرتابه د ټاکلو حق د اوکراینیانو دی.
بلخوا، د جرمني د «بیلډ» ورځپاڼې خبریال او مرستیال مدیر پاول رونڅهایمر له کییف څخه راپور ورکړی چې د ټرمپ څرګندونو د زېلېنسکي نږدې سلاکاران حیران کړي او اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
د جرمني «اېنټيوي» د رونڅهایمر له قوله لیکلي، د زېلېنسکي یوه نږدې سلاکار ورته ویلي، دوی اټکل کاوه چې اوکراین به د امریکا د منځمهاله ټاکنو د کمپاین پر مهال بیا د بحثونو مرکز شي، خو د ټرمپ د داسې دریځ تمه یې نه لرله.
د همدې سرچینې په وینا، د زېلېنسکي د نږدې کسانو یوه لویه اندېښنه دا ده چې واشنګټن ښایي له اوکراین سره استخباراتي همکاري محدوده یا پای ته ورسوي.