کابل (پژواک، ۱۲زمری ۱۴۰۰): وسله وال طالبان وایي چې له هند سره ښې ډیپلوماټيکې اړيکې غواړي، سفارت او کونسلګریو ته یې د دوی له خوا کومه ستونزه نشته.
دغه څرګندونې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک ته وکړې او ویې ویل، له بده مرغه د هند رول په افغانستان کې تر ډېره منفي دی.
ده زیاته کړه: "دوی د کابل له حکومت سره نظامي کومکونه کوي، جنګي الوتکې ورکوي او مهمات هم ورته را استوي، د دې لپاره چې هغوی نور افغانان پرې ووژني او جګړې ته دوام ورکړي، موږ د هندوستان دا رول غیر اصولي بولو او هر څه ژر درېدل يې غواړو."
مجاهد وایي، له همدې امله د طالبانو اړیکې هم ورسره سړې دي او هند هم تر اوسه هڅه نه ده کړې چې خپل دريځ بدل کړي.
هغه په کندهار کې د هند کونسګرۍ تخلیې ته په اشارې سره وویل، نور له هند سره ښې ډیپلوماتيکې اړيکې غواړي، سفارت او کونسلګریو ته یې د دوی له خوا کومه ستونزه نشته، البته که دوی په خپله د خپل ناسم موقف نیولو له امله وېره لري او خپله کونسلګرۍ تخلیه کوي، دا په طالبانو پورې اړه نه لري.
په دې وروستیو کې افغان حکومت ویلي چې د هرات د سلما بند په ګډون یو شمېر پروژې چې د هند له خوا بشپړې شوې، د طالبانو له خوا له ګواښ سره مخ دي، په دې اړه د طالبانو ویاند وایي: "دا تصور ناسم دی، موږ د هيڅ هېواد له خوا اقتصادي پروژې نه ګواښو او نه يې مخالفت کوو، موږ د دې طرفدار یو چې نور هېوادونه هم زموږ په هېواد کې پانګونه وکړي، څو ورځې مخکې مو چین ته سفر درلود، یوه مهمه غوښتنه مو همدا وه چې دوی باید له افغانستان سره په سوداګریزه راکړه ورکړه او پانګونه کې همکاري وکړي، زموږ هېواد بیارغونې او پر پښو درېدو ته اړتیا لري، موږ به د ټولګټو پروژو او زیربناوو ملاتړ ته دوام ورکوو. "
مجاهد د هرات پر سلما بند د بریدونو په اړه وایي چې دا ادعاوې او پروپاګنډ حقیقت نه لري، تر اوسه یې د سلما بند ته کومه ستونزه نه پېښه کړې او نه يې هم پېښوي، برعکس طالبان يې ساتنه او څارنه خپله دنده بولي.
دی وایي: "خو یوه ستونزه دا ده چې د سلما له بند سره په څو کیلومترۍ کې د دښمن پوستې او نظامي قرارګاه پرته ده، که زموږ مجاهدین پر هغو پوستو او قرارګاه باندې هم کوم ډز وکړي، نو دښمن اوازه خپروي چې ګنې طالبانو پر سلما بند برید وکړ چې حقیقت داسې نه دی، موږ له بند څخه خپل عملیات ډېر لرې ساتو او زیان نه ورته رسوو. "
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو هند ته د پاکستان له عینکو ګورئ، وویل: "دا تصور او ادعا هم ناسمه ده، موږ له ټولو هېوادونو سره اړیکو ته د افغانستان د خلکو د ګټو له عینکو ګورو، موږ نه غواړو چې د نورو هېوادونو رقابتونو ته زموږ په هېواد کې زمینه مساعده شي، موږ له پاکستان سره د ګاونډیتوب اړیکې لرو او له هند سره هم د سیمې د یوه مهم هېواد په حيث ښې اړیکې غواړو، خو مخکې له دې چې موږ د هند په اړه دريځ ولرو، هندوستان زموږ له مخالفینو سره په نظامي برخه کې مرستې کوي، حتی راپورونه دا دي چې د هوايي بریدونو لپاره يې خپل ځينې پیلوټان هم د کابل ادارې د ملاتړ لپاره را لېږلي دي چې دا زموږ د ولس پرخلاف دريځ دی او باید بدل شي. "
په دې اړه چې یو شمېر هېوادونه د طالبانو د راتګ له وېرې خپل سفارت بندوي، د طالبانو ویاند وایي، تر هغه حده چې د طالبانو مسوولیت دی، په مکرر ډول، په شخصي ناستو کې او هم په اعلامیو خپرولو سره ډاډ ورکړی چې د دوی له خوا د هيڅ هېواد سفارت ته ګواښ نشته، هغوی باید هيڅ وېره ونه لري او ډاډه و اوسي.
مجاهد زیاته کړه: "دا چې هغوی باور نه شي کولای او وېره ورسره ده، زموږ مسوولیت نه دی، خو موږ یو ځل بیا خپل دریځ تکراروو چې موږ د هيڅ هېواد سفارت ته هم ستونزه نه جوړوو، بلکې غواړو له ټولو هېوادونو سره ښې او نورمالې ډيپلوماتیکې اړيکې ولرو او وپالو."
نوموړي د هغو بهرنیانو د امنیت په اړه چې په افغانستان کې په شرکتونو، فابریکو، بانکونو او نور برخو کې دندې لري وایي: "زموږ هېواد بیا جوړېدو او ابادۍ ته سخته اړتیا لري، موږ د بېلابېلو بهرنیو او کورنیو شرکتونو، فابریکو، بانکونو او نورو برخو سره ښې اړیکې غواړو، د کارونو حمایت يې کوو، د امنیت په برخه کې يې هڅه او کوښښ کوو، هغوی تشویقوو چې باید د تبلیغاتو او پروپاګنډ ښکار نه شي، خپل عادي فعالیت ته دوام ورکړي، دوی او سرمايي به يې په امن کې وي."
د سپین بولدک له نیولو وروسته د پاکستان له خوا هلته د اغزن تار غځولو د راپورونو په اړه مجاهد وویل چې دوی داسې راپورونه نه لري چې پاکستان دې اوس اغزن تار غځولی وي، بلکې له تېرو څو کلونو راهیسې د اشرف غني له حکومت سره د پاکستان د تړون پر اساس د ډیورنډ پر ټوله پوله اغزن تار غځول شوی دی.
د هغه په وینا، دا تار د دوو ملتونو ترمنځ غځېدلی تار دی، د پولې دواړه اړخونو ته پښتانه پراته دي چې سره جلا کول يې د حکومتونو تر وس پورته ده.
د طالبانو په ګټه د پاکستاني او ایراني رسنۍ د نشراتو په اړه د طالبانو ویاند وویل: "موږ داسې څه نه وینو چې د کوم هېواد رسنۍ دې زموږ ملاتړ وکړي، البته راپورونه خپرول، خبرونه درلودل دا خو د رسنیو د ازادۍ موضوع ده چې څوک پرې بندیز نه شي لګولی، خو څومره چې موږ پوهېږو، تر اوسه هم په رسنیز ډګر کې نه کورنیو رسنیو اونه هم کومې بهرنۍ رسني زموږ حق پوره نه دی راکړی. "
دا چې نړیوالې ټولنه په پرله پسې توګه د سولې، اوربند او تاوتریخوالي کمولو غوښتنې کوي، خو طالبانو مثبت ځواب نه ورکوي، په دې اړه مجاهد وایي: "موږ د سولې لپاره ګامونه اخیستي، ملګري متلونه، ناټو او نور نړیوال ټول پوهېږي چې موږ د دوحې له تړون سره سم عمل کړی او د بین الافغاني مذاکراتو مېز ته ناست یو، خو د سولې پر وړاندې خنډونه له مقابل جانب (امریکایانو او د کابل ادارې له خوا) څخه اچول شوي دي ".
د هغه په وینا، د دوحې له تړون وروسته باید په لسو ورځو کې بین الافغاني خبرې پيل شوې وای، خو امریکا او کابل دواړه ونه توانېدل چې ژمنه شوي شرايط برابر کړي، څو خبرې پر خپل وخت پيل شي.
مجاهد وویل، د دوحې په تړون کې ژمنه شوې وه چې د بین الافغاني خبرو له پيله وروسته (د دې لپاره چې د جانبینو ترمنځ اعتماد رامنځته شي او خبرې په ښه ډول پر مخ لاړې شي)، د ۳ میاشتو په دننه کې به له دواړو خواوو ټول بندیان خلاصېږي چې دغه کار تر اوسه هم لا نه دی شوی.
د هغه په وینا، په تړون کې ژمنه شوې وه چې د ۳ میاشتو په دننه کې به د ملګرو ملتونو او امنیت شورا له خوا د طالبانو پر مشرانو بندیزونه او د جایزو لېست ختمېږي، تر اوسه دا کار نه دی شوی. دغه راز په ټاکلې موده کې بهرني ځواکونه هم ونه وتل.
مجاهد وایي: "برعکس زموږ له خوا هغه ژمنه چې د افغانستان له خاورې به د امریکا او د متحدینو په ضد يې کوم ګام نه اخیستل کېږي، عملې شوې ده ".
دا خبره چې پر بهرنیو ځواکونو به د وتلو پر مهال بریدونه نه کېږي، تر اوسه هيڅ برید نه دی شوی او عمل پرې شوې او دا چې بین الافغاني مذاکرات به پيلېږي، هغه کار شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP