Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لویې څارنوالۍ د زابل د فساد قضیه کې د سرغړونې په جرم د ځینو څارنوالانو دندې وځنډولې

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۰) : د لویې څارنوالۍ عالي شورا د اروزګان ولایت د کورني او بهرني امنیت جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئیس او د دغې څارنوالۍ پخواني رئیس له وظیفوي واک څخه د سرغړاوي راپور د تدقیق سپارښتنه وکړه.

د لویې څارنوالۍ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لویې څارنوالۍ د عالي شورا غونډه پرون د لویې څارنوالۍ د سرپرست ذبیح الله کلیم پر مشرۍ وشوه.

سرچینې زیاته کړې، د لويې څارنوالۍ سرپرست ذبیح الله کلیم د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا ستاینه وکړه او ويې ویل: «موږ له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره ولاړ یو او د الله اکبر په نعرې د هغوی ملاتړ کوو.»

نوموړي د افغانستان له خلکو وغوښتل چې خپل یووالی وساتي او د نظام د ساتنې لپاره هر ډول هڅه او هاند وکړي.

سرچینې زیاته کړې، د غونډې په لومړۍ برخه کې، د موظفو کمېټو له خوا د څارنوالانو په چارو کې د لاسوهنې د مخنیوي لارښود، د رئیسانو، آمرانو او د تحقیق په چارو کې د نظارت څارنوالۍ ریاستونو د څار لارښود، د لویې څارنوالۍ د کورني تفتیش ریاست په کړنلارې او اجرااتو کې د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي لارښود او د مسلکي زده کړو ریاست کړنلاره غونډې ته وړاندې شوه.

عالي شورا یاد شوي لارښودونه او کړنلاره په پرنسیپ کې تایید کړه او موظفو کمېټو ته يې دنده وسپارله چې تر بیاکتنې وروسته يې اړوندو مراجعو ته تکثیر کړي.

د غونډې په دویمه برخه کې د اروزګان ولایت د کورني او بهرني امنیت جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئیس او د دغې څارنوالۍ پخواني رئیس له وظیفوي واک څخه د سرغړاوي راپور، د کورني تفتیش څارنوالۍ د رئيس له خوا غونډې ته وړاندې شو.

د عالي شورا غړو د راپور تر اورېدو او په اړه يې تر بحث وروسته، د تدقیق او مطالعاتو څارنوالۍ عمومي ریاست ته دنده وسپارله چې د موضوع په هکله تدقیق وکړي او د عالي شورا له راروانې غونډې سره یې شریک کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې په درېيمه برخه کې د کورني تفتیش څارنوالۍ د رئيس له خوا د زابل ولایت مهاجرینو ته د نغدي مرستې او د ځمکې د وېش په برخه کې د حیف و میل راپور وړاندې شو.

د عالي شورا غړو دغه راپور تایید کړ او د قضيې د څارنوالانو دندې يې وځنډولې، همداراز له اداري فساد سره د مبارزې په چارو کې د لويې څارنوالۍ مرستیال ته یې دنده وسپارله، چې له څارنوالانو خپل تحقیقات بشپړ او خپل راپور را روانې غونډې ته وړاندې کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.