ګردېز (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۰) : د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله د یوې کورنۍ ۱۴ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ له خوا د زمري په ۱۷مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاودنه تېره ورځ ناوخته د سید کرم ولسوالۍ د چینو په کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی ماین د ملکي خلکو پر یوه سراچه موټر چاودنه کړې چی له امله یې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې چاودنې په قربانیانو کې ۶ ماشومان، درې ښځې او درې نور نارینه شامل دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.