مزارشريف ( پژواک، ۱۷زمری ۱۴۰۰) : د بلخ پوهنې رياست وايي چې د دغه ولايت په مزارښار او ټولو ولسواليو کې ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي.
د پوهنې رييس علي الله اميري د زمري په ۱۷مه، پژواک اژانس ته وويل چې د بلخ ولايت ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي او دمګړۍ څلور نيم مياشتنۍ ازموينې روانې دي.
هغه زياته کړه، په سقوط شویو ولسواليو کې هم ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستي او کومه ستونزه ورته نشته.
نوموړي وويل: ” تر همدې شېبې زموږ ټول مکتبونه پرانيستي دي، امتحانونه روان دي، يواځې په ځينو سيمو کې يو شمېر ښوونځي د جګړو له امله څه نا څخه زيانمن شوي چې د بيا ترميم لپاره يې هڅې پيل شوي دي.”
امیري د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې تر اوسه د طالبانو سيمو کې د ښوونځيو له نصاب څخه د يو شمېر مضامينو د ايستلو راپورونه دوی ته نه دي رسېدلي.
د بلخ ولسوالۍ د يوه ښوونځي ښوونکي ميرعالم پژواک ته وويل چې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې ښوونځي د تېر په څېر پرانيستل شوي دي.
هغه وويل چې اوس مهال د ازموينو لړۍ پيل شوې او د طالبانو د معارف کمېسيون پر ښوونځيو نظارت کوي.
د دغه ښوونکي په وينا، طالبانو سپارښتنه کړې چې نجونې دې د شرعي حجاب په مراعاتولو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
مزارشريف کې د سلطان راضيې ښوونځي زده کوونکې رخسار له پژواک سره خبرو کې وويل چې حکومتي ځواکونه او طالبان بايد د جګړو پر مهال د ښوونځيو او زده کوونکو امنيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغې وويل چې معارف برخه غير نظامي او غير سياسي ده او بايد ښکېل اړخونه يې د خپلو موخو لپاره ونه کاروي.
Views: 237
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن