کابل (پژواک، ۲۹ اسد ۱۴۰۵): د ازموینو ملي ادارې وایي، د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې هغه ګډونوال چې ۱۵۰ یا تر دې ډېرې نمرې یې ترلاسه کړې وي، کولای شي په امارتي پوهنتونونو، نیمه لوړو زدهکړو انستیتیوتونو او د شپې پوهنځیو کې نوملیکنه وکړي او هغه کسان چې له ۱۳۰ تر ۱۵۰ نمرې یې اخیستې وي، کولای شي د شپې پوهنځیو او نیمه لوړو زدهکړو انستیتیوتونو کې نوملیکنه وکړي.
د ازموینو ملي ادارې ویاند ناصر خان شیرزي وایي، د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ازموینې هغه ګډونوال چې ۱۵۰ یا تر دې ډېرې نمرې یې ترلاسه کړې وي، کولای شي په امارتي پوهنتونونو، نیمه لوړو زدهکړو انستیتیوتونو او د شپې پوهنځیو کې نوملیکنه وکړي.
د ده په وینا، هغه ګډونوال چې په عمومي کانکور کې یې له ۱۳۰ تر ۱۵۰ نمرې ترلاسه کړې وي، کولای شي د شپې پوهنځیو او نیمه لوړو زدهکړو انستیتیوتونو کې نوملیکنه وکړي.
هغه زیاته کړه، هغه ګډونوال چې د شپې پوهنځیو لپاره یې ازموینه ورکړې او له ۱۳۰ ډېرې نمرې یې ترلاسه کړې وي، په درېیم ظرفیت کې یوازې د شپې پوهنځیو اړوند څانګې انتخابولای شي.