Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر د جګړې د لومړۍ کرښې له یوشمېر سرتېرو سره ټیلېفوني خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۰) : ولسمشر غني د جګړې د لومړۍ کرښې له یوشمېر افسرانو او سرتېرو سره په ټیلېفوني خبرو کې د هغوی د سرښندنو ستاینه وکړه.

له ارګ څخه د زمري په ۲۱مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني د لومړۍ کرښې یوشمېر امنیتي او دفاعي منسوبینو او د ځانګړو عملیاتو قول اردو د ضربتي قطعې سرتېري ښایسته ګل پلار حاجي الف الدین سره خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، ولسمشر په شمال کې د کومانډو لوا قوماندان ډګروال صفي سره په ټیلېفوني اړیکه کې د دښمن پر وړاندې د هغوی د شهامت، زړورتیا او قاطعیت قدرداني وکړه ویې ویل : "د دښمن پر وړاندې ستاسو مېړانه او سرښندنې د دې لامل شوې چې ستاسو همسنګر او د کومانډو ځانګړو عملیاتو قول اردو مخکنی قوماندان هیبت الله علیزی د وسله وال پوځ لوی درستیز وټاکل شو."

نوموړي سرتېري له ولسمشر څخه په مننې وویل، کومانډویان له خپل وطن، خلکو او ملي نوامیسو څخه قاطعانه دفاع کوي او پر دښمن یې سخت بریدونه کړي.

هغه زیاته کړه : "موږ وسله، مهمات، شجاعت او ملاتړ لرو او د ملي نوامیسو او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع زموږ ملي وجیبه ده. "

دغه راز ولسمشر غني د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ افسر عتیق الله ایماق سره په خبرو کې وویل، د هرات ولایت په دفاع کې ستاسو له شجاعت مننه کوو.

هغه د هېواد، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو په دفاع کې د جاغوري ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیارعباس اکبري او د هغه د همسنګرانو له همته هم مننه وکړه.

د جاغوري امنیه قوماندان وویل، جاغوري یوه ستراتېژیکه ولسوالي ده او ډاډ یې ورکړ چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې یوازې له جاغوري، بلکې د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې به دفاع کوي.

همدارنګه ولسمشر د هېواد د دفاع په لاره کې د لوګر امنیه قوماندانۍ منسوب لومړي څارن احمدالله او د هغه د همسنګرانو د کوښښونو مننه وکړه.

دغه راز ولسمشر د ځانګړو عملیاتو قول اردو د ضربتي قطعې سرتېري ښایسته ګل پلار حاجي الف الدین سره په ټیلېفوني اړیکه کې لومړی د وژل شوي روح ته دعا وکړه او ویې ویل، د ښایسته ګل اتلولي او شجاعت په تاریخ کې تلپاتې دی.

د ښایسته ګل پلار حاجي الف الدین د ولسمشر له خواخوږۍ څخه په مننې وویل : " موږ وطن خپل ناموس ګڼو او هره شېبه یې خدمت ته چمتو یوو. "

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.