Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کورنیو چارو وزیر : چهار اسیاب ولسوالۍ کې نوي ځواکونه ځای پر ځای کیږي

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۰) : د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ له امنیتي پوستو او منسوبینو سره ولیدل.

د کورنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې میرزکوال د یادې ولسوالۍ له امنیتي مسوولینو سره د کتنې په ترڅ کې د دوی ستونزې او امنیتي ننګونې وارزولې او د وضعیت د ښه والي په برخه کې یې دوی ته لازمې لارښوونې وکړې.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د دغې ناستې پر مهال د عملیاتو او همدارنګه د قوتونو د ځای پر ځای کولو د څرنګوالي په تړاو بحث او خبرې وکړې او په دې حساسو شرایطو کې یې د دوی له کار او فعالیت څخه مننه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د چهاراسیاب ولسوالۍ د پولیسو مسوولینو هم د روان امنیتي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ او ژمنه یې وکړه چې تر وروستیو سلګیو به د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ودرېږي.

د یادونې ده چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د چهاراسیاب ولسوالۍ د پولیسو ځینې منسوبین، په چارو کې د ښو لاسته راوړنو او غوره وړتیا له امله د ستاینلیکونو په ورکړې ونازول.

د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې چهار اسیاب ولسوالۍ ته تللی و، چې په ګاونډ کې یې د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.