کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٠٩ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٤ کسان يې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري د زمري په ٢٤ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢١٥٨ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٠٩ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٢١٤٢ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٤٧ کسان په ننګرهار، ٢٣ په بدخشان، ١٦ په کابل، ٨ په کندوز، ٩ په جوزجان او ٣-٣ په پکتيا او تخار ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٩٣ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٠٦٢١٠ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٤ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧٠٢٥ ته ورسېد.
د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٠٧ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٨٦ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.
Views: 62
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن