ژبه

د عامې روغتیا وزارت: د انټي‌بیوټیکونو له خپل‌سري استعماله ډډه وکړئ

زرغونه صالحی

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۷

Views: ۷

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۵): په داسې حال کې چې د کابل یو شمېر اوسېدونکي د تنفسي ناروغیو له خپرېدو شکایت کوي، د عامې روغتیا وزارت وايي، انټي‌بیوټیکونه د زکام په درملنه کې اغېزناک نه دي او خپل‌سری استعمال یې د میکروبونو پر وړاندې د مقاومت زیاتېدو او په راتلونکي کې د ځینو انتاني ناروغیو د درملنې ستونزمنېدو لامل کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د کابل یو شمېر اوسېدونکو د زکام او رېزش په څېر پر ناروغیو له اخته کېدو خبر ورکړی او اټکل یې کړی چې ښايي دغه موارد د کوویډ-۱۹ د نوې او خفیفې څپې اړوند وي؛ خو روغتیايي سرچینو دغه ادعا تایید کړې نه ده.

د رېزش او ستوني درد پر ناروغیو د اخته کسانو څرګندونې

د کابل ښار د خوشحال‌خان ساحې اوسېدونکې نجیبې کاکړ پژواک ته وویل چې شاوخوا ۲۰ ورځې کېږي د کورنۍ غړي یې یو په بل پسې پر تنفسي ناروغۍ اخته کېږي.

هغې زیاته کړه: «شاوخوا ۲۰ ورځې کېږي چې زموږ د کورنۍ ټول غړي یو په بل پسې پر رېزش او ستوني په درد اخته کېږي؛ یو مو چې ښه شي، بل پرې اخته شي.»

کاکړ دغه وضعیت اندېښمنوونکی وباله او ویې ویل چې د یوې مور په توګه ورته دا ډېره سخته ده چې هره ورځ یې د کورنۍ یو غړی پر دې ناروغۍ اخته کېږي.

کاکړ زیاته کړه، خاوند مې لور ډاکټر ته بیولې وه او په خبره یې، ډاکټر احتمال ورکړی چې دا ناروغي ښايي «د کرونا نوې، خو خفیفه څپه» وي او سپارښتنه یې کړې چې خلک ماسک وکاروي، واټن مراعات کړي او د ناروغانو له لوښو استفاده ونه کړي.

بلخوا، د کابل یوې بلې اوسېدونکې ذکیې ابراهیمي وویل چې لومړی یې مېړه پر رېزش اخته شو او له هغه وروسته یې لور هم تبه او رېزش پیدا کړل.

هغې وویل: «مېړه مې رېزش شو؛ لا ښه شوی نه و چې د لورکۍ مې تبه شوه او رېزش شوه، اوس زموږ د کورنۍ ټول غړي پرې اخته دي. تبه، د ستوني درد، د بدن درد او ټوخی موږ ټول کمزوري کړي یو.»

ابراهیمي زیاته کړه چې د خپلې کورنۍ غړو ته یې کور ته له نږدې درملتونه د زکام ضد درمل او انټي‌بیوټیکونه، لکه امپی‌سیلین او اریترومایسین اخیستي دي.

د کابل یوه بل اوسېدونکي حبیب‌الله هم وویل چې په وروستیو ورځو کې یې د کورنۍ ډېری غړي پر رېزش او د ستوني په درد اخته شوي دي.

هغه وویل: «څو ورځې کېږي چې زموږ د کورنۍ ډېری غړي پر همدې رېزش او ستوني په درد اخته شوي او زما په اند ښايي همدا کرونا وي.»

د عامې روغتیا وزارت: انټي‌بیوټیکونه د ویروسي ناروغیو پر وړاندې اغېزناک نه دي

د عامې روغتیا وزارت بیا د «انټي‌بیوټیکونه په خپل ‌سر مه کاروئ» تر سرلیک لاندې یوه پیغام کې ویلي چې انټي‌بیوټیکونه د ځینو باکتریايي ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي؛ خو د زکام او ډېرو ویروسي ناروغیو پر وړاندې اغېزناک نه دي.

په پیغام کې زیاته شوې چې د انټي‌بیوټیکونو پر خپل ‌سر استعمال د میکروبونو پر وړاندې د مقاومت زیاتېدو لامل کېدای شي او په راتلونکي کې د ځینو انتاني ناروغیو درملنه ستونزمنه کوي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، انټي‌بیوټیکونه دې یوازې د ډاکټر په مشوره وکارول شي، پاتې انټي‌بیوټیکونه دې د راتلونکي استعمال لپاره نه ساتل کېږي، د خپلې ناروغۍ لپاره تجویز شوي انټي‌بیوټیکونه دې له بل چا سره نه شریکېږي او د درملو د استعمال په اړه د روغتیايي کارکوونکو سپارښتنې دې مراعات شي.