Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فېسبوک د ولسمشر غني او ډاکتر فضلي حسابونه تړلي

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۰): د ټولنیزې شبکې فېسبوک ادارې د مخکني ولسمشر اشرف غني او ډاکتر فضلي حسابونه تړلي دي.

ولسمشر غني، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او  د چارو ادارې رییس ډاکتر فضل محمود فضلي د زمري په ۲۴مه له کابله په نامعلوم لوري ولاړل او د کابل واک طالبانو ترلاسه کړ.

له پرون راهیسې په فېسبوک کې د محمد اشرف غني او ډاکتر فضلي حسابونه نه موندل کېږي، خو د حمدالله محب حساب اوس هم شته دی.

په فېسبوک کې د اشرف غني له خوا وروستی پوسټ وړمه ورځ ماخوستن مهال شوی و چې له هېواده د وتلو په اړه یې سپیناوی ورکړی و.

خو په بله ټولنیزه شبکه ټویټر کې بیا د درې واړو حسابونه فعاله دي، خو په کې کوم پوسټ نه دی شوی.

د سیاسي چارو کارپوه شفیق همدرد وایي، دا ډېره جالبه ده چې د هېواد ولسمشر دې یو ناڅابه نادرکه شي او له هغه وروسته دې یې د فېسبوک حساب هم وتړل شي.

ده زیاته کړه: "زه اندېښمن یم چې خدای ج مکړه ولسمشر ته څه بده پېښه نه وي شوې؛ ځکه موږ په تېر تاریخ کې د نورمحمد ترکي او حفیظ الله امین مرموزې وژنې لرلې دي. زه د یوه افغان په حیث د اشرف غني په تري تم کېدو خواشینی یم."

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.