کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د اکانومېسټ مجلې د يوه تحليلي راپور له مخې، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر غواړي د دغه هېواد څلور موجودې صوبې په کوچنیو صوبو ووېشي؛ هغه طرحه چې د مجلې په باور، د پاکستان د سیاسي واک پر توازن اغېز کولای شي.
د اکټوبر په پنځمه خپور شوي دغه تحليلي راپور کې راغلي چې د پاکستان د پوځ مشر غواړي د دغه هېواد سیاسي نقشه بدله او نوې صوبې رامنځته کړي، څو د هغو سیاسي ګوندونو دودیز نفوذ کمزوری شي چې په اوسنیو صوبو کې پیاوړی نفوذ لري.
مجله دغهراز لیکي، د پاکستان د پوځ د مشر له نظره، اوسني لوی ايالتونه په اغېزناک ډول نه اداره کېږي؛ خو د راپور په تحلیل کې ویل شوي چې د صوبو وېشل ښايي د پوځ د سیاسي نفوذ د پراخېدو لپاره هم زمینه برابره کړي.
سرچینې زياته کړې ده چې پنجاب د پاکستان د مسلم لیګ (ن) او سند د پاکستان پیپلز ګوند له مهمو سیاسي مرکزونو څخه دي او د دغو صوبو وېشل ښايي د یادو ګوندونو سیاسي نفوذ کمزوری کړي.
اکانومېسټ لیکلي چې د پاکستان د صوبو د وېش طرحه لا وروستۍ شوې نه ده او د عملي کېدو لپاره یې سیاسي هوکړې او اساسي قانوني پړاوونه اړین دي.
بلخوا بيا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د اکانومېسټ د راپور په تړاو پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ایا د پاکستان پوځي مشرتابه د دې لپاره د دغه هېواد د صوبو پر وېشلو غور کوي چې د پراخ ولسي ملاتړ لرونکی سیاسي اپوزېسیون ټوټه ټوټه او پر هېواد خپله سیاسي ولکه ټینګه کړي؟
هغه د خپل پوسټ په پای کې لیکلي چې اکانومېسټ همدا استدلال کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د روان کال د جولای په ۳۰مه په اسلاماباد کې د پاکستان د اقتصادي سرمشریزې پر مهال د نوو صوبو او اداري واحدونو جوړولو موضوع مطرح کړې وه او له سیاسي ګوندونو یې غوښتي وو چې په دې اړه هوکړې ته ورسېږي.
هغه دغهراز د سپټمبر په ۵مه هم ټینګار کړی و چې د نوو اداري واحدونو جوړول باید د خلکو په خوښه، سیاسي اجماع او د اساسي قانون له مخې ترسره شي خو دغو څرګندونو يې هماغه مهال په پاکستان کې سیاسي بحثونه راپارولي وو.
د یادونې ده، پاکستان اوسمهال څلور صوبې لري چې پنجاب، سند، خیبر پښتونخوا او بلوچستان دي؛ خو د نوو صوبو جوړولو هر ډول طرحه د دغه هېواد د اساسي قانون او اړوندو سیاسي او پارلماني پړاوونو له تېرېدو سره تړلې ده.
اکانومېسټ: د پاکستان د پوځ مشر غواړي د دغه هېواد صوبې ووېشي