کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۰): د مخکني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله وایي، د ترکیې او المان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اصل او حکومت کې د خلکو د ګډون په اړه خبرې کړې دي.
عبدالله دغه څرګندونې نن پر خپلې فېسبوکپاڼه لیکلې دي.
عبدالله لیکلي، د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر چاوشش اوغلو او د المان د بهرنیو چارو له وزیر های کوماس سره یې د ټیلېفوني اړیکو له لارې د افغانستان پر وروستي وضعیت غږېدلی دی.
هغه زیاته کړې چې دوی په دغو خبرو کې په هېواد کې د سولې او ثبات پر اصل، په حکومت کې د خلکو پر ګډون او له نړۍ سره د افغانستان پر اړیکو خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د روانې میاشتې په ۲۴ مه کابل ونیو او دا مهال له پنجشېر پرته تول هېواد د طالبانو په واک کې دی.
طالب چارواکي وایي، په افغانستان کې د یو ټولګډون حکومت د جوړښت په اړه له نورو افغان سیاستوالو (د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عبدالله او نورو) سره په خبرو بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP