لښکرګاه (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۰): د هلمند مسوولین وايي چې د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې يې پنځه وسله وال انسان تښتوونکي او قاتلين نيولي او ډېر ژر به محاکمه شي.
دغه مطلب د هلمند ولايت د طالبانو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې بیان شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نن غرمه د هلمند ولايت د استخباراتو ادارې هغه کسان ونيول چې دوی د لښکرګاه ښار په اوومه امنيتي حوزه کې يو قومي مشر وواژه.
سرچينه زياتوي، له يادو کسانو سره يو موټر او پنځه میله وسله هم نيول شوې ده.
سرچينه کاږي، دغه کسان به ډېر ژر د شرعي محکمې له لارې جزا وويني.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض هم پژواک ته د پورته پنځو کسانو نيول کېدل تایيد کړل.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن