جلال اباد (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۰): د جلال اباد نوی ښاروال وايي، چې په دغه ښار کې د ښاروالۍ له لوري د هغو پروژو کارونه به بيا پيلېږي چې وړاندې پيل شوې وې، خو له څو ورځو راهیسې يې کارونه ځنډېدلي دي.
ښاروال دغه راز ډاډ ورکړ،ټول هغه کار کوونکي چې پخوا يې دغه اداره کې دندې درلودې له کوم ډار او وېرې پرته خپلو دندو ته بېرته ګرځېدلای شي او هیڅ ډول خنډ يې پر وړاندې نشته.
قاري احسان الله ساجد چې تازه د طالبانو له لوري پر دغه دنده ګومارل شوی نن يې د رسمي معرفت غونډه کې دغه څرګندونې وکړې.
هغه وويل، که چا پخوا فساد هم کړی وي، په عمومي عفوه کې راځي، هیڅ ډول حساب ورسره نه کېږي، يوازې به راتلونکي کې د فساد نه کولو ژمنه کوي او خپلو دندو ته بايد بېرته را وګرځي.
دی د خلکو د هغو اندېښنو په ځواب کې چې ښار کې د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي وويل، کمېټې يې ټاکلي چې نرخونه کنټرول کړي، خو دا چې حالات يو ځل بدل شول، سوداګري په ټپه ولاړه ده نو ژر د دغې ستونزې حل ستونزمن دی.
هغه په دغه اداره کې د فساد په تړاو وويل: ((نه يوازې جلال اباد ښاروالۍ بلکې پخواني ټول حکومت کې فساد و، اوس چې کومې پروژې روانې وي يا نور کارونه او قراردادونه چې فساد په کې موجود وي هغه موږ بندوو، فساد نه يې خلاصوو او بيا يې له سره پيلوو.))
د جلال اباد ښاريانو هم له نوموړي وغوښتل چې په ښاروالۍ کې د فساد مخنيوي، چارو د چټکتيا، بيارغونې او د ښار د ښکلا برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مدني فعال فريد احمد استقلال له نوي ښاروال څخه غوښتنه وکړه چې د ښار بيارغونې، تړل شويو لارو خلاصون او نرخونو کنټرول ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغه دا هم وويل چې ښار کې پخوانۍ ادارې يو شمېر پروژې پيل کړې وې چې بايد ورته دوام ورکړل شي.
د ننګرهار ولايت د اصنافو اتحاديې مشر شکرالله جلندري هم له ښاروال نه وغوښتل چې روانې پروژې بايد ونه درول شي او بېرته زمينه برابره شي چې د ښاروالۍ مامورين بېرته دندو ته راستانه شي او خپل کارونه بېرته پيل کړي.
د ګذر وکيلانو د اتحاديې مشر جميل خان ډاډ ورکړ چې د ګذر وکيلان به لکه د پخوا په څېر نوې ادارې سره همکاره وي او ویې ويل، د ټولو هغو کارونو ملاتړ به يې کوي چې د ښار د پراختيا، بيارغونې او ښکلا لپاره ترسره کېږي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن