فیروزکوه (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۰): په غور ولایت کې ډېری تحصیل کړي ځوانان د بېکارۍ او بېوزلۍ له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي، له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره حکومت اعلان کړي، څو دوی ته د کار زمینه برابره شي.
یو شمېر دغه ځوانان چې اوس د ایران او افغانستان په مرز کې دي پژواک ته په ټيلېفوني اړیکه کې وویل، ایران ته ټولې ورودي لارې د مرزي ساتونکو له خوا تړلې دي.
د دغو ځوانانو له ډلې نجیب الله پژواک ته وویل، اووه ورځې کېږي چې په زابل ولایت کې د ایران او افغانستان د مرز خلاصېدو ته په تمه دی.
هغه د بدخشان پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي له دري څانګې فارغ دی وویل، د کار د نه شتون له امله یې په غیر قانوني لار ایران ته د تګ نیت کړی دی.
نوموړي زیاته کړه: ((اووه ورځې وشوې چې نیمروز ولایت ته راغلي یو، له بدغه مرغه وايي، ایران ته د تګ هيڅ لار نشته. ما د کورنۍ د غړو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره دغه لار نیولې، پوهېږم چې یوه هېواد ته قاچاقي تګ څومره ستونزې لري او ایرانیان موږ ته په ښه سترګه نه ګوري، خو مجبوریت دی.))
هغه د افغانستان له اسلامي امارته وغوښتل چې ژر تر ژره خپل حکومت اعلان کړي، څو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي، د ځوانانو او نورو افغانانو د دربدرۍ مخه ونیول شي.
د نجیب الله ترڅنګ سلګونه نور غوري ځوانان اوس د ایران او افغانستان په مرز کې انتظار دي چې ایران ته ورودي لار خلاصه شي.
د یوې غیر دولتي موسسې کارکوونکي سید مصطفی عزیزي چې غواړي ایرن ته لاړ شي پژواک ته وویل، د طالبانو له خوا د فېروزکوه ښار تر نیولو وروسته یې موسسې فعالیت بند کړ او اوس بېکاره دی.
هغه زیاته کړه: «ځکه قاچاقي راغلم چې د پاسپورټ ټول سیستمونه بند دي او له قاچاق پرته بهر ته د وتلو بله لار نه وه. زه هم د نورو په ډول مجبور شوم هېواد پرېږدم؛ ځکه د هغې موسسې فعالیت ودرېد چې ما په کې کار کاوه، نور کار نه و. اړ یم چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره کار وکړم، اولادونه مې وږي پاتې کېږي.»
هغه وویل که په افغانستان کې د کار زمینه راته برابره شي او منیت ټینګ شي؛ هيڅکله به بل هېواد ته لاړ نه شي.
په ورته مهال، ځینې نورې کورنۍ هم د امنیتي ګواښونو او بېوزلۍ له امله له خپلو ماشونو سره له هېواده وتلې دي.
سیداحمد اغا له خپلو څلورو اولادونو سره اوس ایران ته رسېدلی دی. هغه وایي چې ۱۵ ورځې یې د افغانستان او ایران په سرحد کې ډېرې سختې تېرې کړې څو د ایران پلازمېنې تهران ته لاړ شي.
هغه د خپل سفر په اړه وویل: «هرات ته او له هغه ځایه نیمروز ته راغلو، ډېرې کورنۍ وې چې راغلو، د ایران پولیسو ټولې لارې تړلې وې. کله کې موږ د قاچاق له لارې سرحد ته ورسېدو، د سرحد له پولیسو سره مخ شوو. ډېرې کورنۍ وې، ځینې بېرته پولیسو وګرځولې؛ خو موږ ایران ته داخل شوو، اوس هم په وېره کې یو چې بېرته مو ونه باسي.»
سیداحمد د کورنۍ یوازېنی سرپرست دی او د ماشومانو د نامعلوم راتکونکي له مله یې هڅه کړې چې بل هېواد ته لاړ شي او خپلو اولادونو ته د زده کړې او اوسېدو د ځای زمینه برابره کړي.
پر همدې حال، د غور دلایتي شورا غړي عبدالحمید ناطقي هم وویل چې زرګونه کورنۍ د بېوزلۍ له امله مجبورې شوې څو هېواد پرېږدي.
هغه وویل که اسلامي امارت د خلکو د ارام ژوند لپاره لاره ونه لټوي، هېوادوال، په ځانکړي ډول د غور خلک به له لوی ناورین سره مخ شي.
هغه زیاته کړه: «هره ورځ د غور په لسګونه، په ځانکړې توګه د زده کړو خاوندان ځوانان له هېواده ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړي. دغه خلک له هوسه نه ځي، بلکې بېوزلي دوی مجبور کړي، اوس چې اسلامي دولت راغی، ټول هیله لري ښاریانو ته یوه لاره ولټوي او د اقتصادي ناورین د حل لپاره یو پروګرام په لاره واچوي. زه پر دې باور یم چې که دغه بهیر دوام وکړي، خلک به مړه شي.»
له دې سره مولوي عبدالکریم جهادیار چې د اسلامي امارت له خوا د غور ولایت د سرپرست په توګه ټاکل شوی، پژواک ته وویل چې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته به هغوی د کارموندنې او اقتصادي پروګرامونه اعلانوي.
هغه زیاته کړه: «ټول تمه لرو چې د اسلامي امارت د رهبرانو له لوري د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د کارموندنې او اقتصادي پروګرامونه اعلان کړي، څو په ټولنه کې د بېکارۍ او بېوزلۍ مخه ونیول شي.»
په ورته مهال، د افغانستان اسلامي امارت چارواکو په کابل او نورو ولایتونو کې له خلکو غوښتي چې له هېواده ونه وځي، ژر به نوی ټولګډون نظام جوړ او د اقتصادي پروګرامونو په پلي کولو سره به د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شي.
هغوی وایي، د حکومت ټول کارکوونکي به خپل کار ته دوام ورکوي، د نوي نظام له جوړېدو سره به د ټولو مامورینو معاشونه ورکړل شي.
له دې مخکې د افغانستان پخواني حکومت چارواکو ویلي وو چې د بېوزلۍ او وچکالۍ له امله، یوازې پېروزکوه ښار ته له ۵زره ډېرې کورنۍ راکډه شوې دي.
دا مهال هم بېکارۍ، د بانکونو تړل کېدو او د حکومت بې برخلیکه توب په هېوادکې ډېری کورنۍ زیانمنې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP