کابل (پژواک، ٢۲ وږی ۱۴۰۰): د رییس الوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د هغه د مرګ او یا ټپي کېدو په اړه خپرې شوې اوازې حقیقت نه لري.
له پرون راهيسې په ټولنیزو رسنیو کې ځینو کسانو اوازه خپره کړې چې ګواکې ملا برادر د طالبانو خپلمنځي نښته کې ټپي شوی یا وژل شوی دی.
خو اوس د ملا عبدالغني برادر ثبت شوی غږ ښیي چې یاده اوازه بې بنسټه ده.
ثبت شوی غږ ښیي چې ملا برادر یوه کس ته په خطاب کې وایي: «په دغو رسنیو او مطبوعاتو کې خبره پورته کېږي، زه په دغو شپو او ورځو کې په سفر وتلی وم، بلې خوا تللی وم، موږ الحمدالله ټول ملګري روغ او جوړ یو، بس دا کومې رسنۍ چې دي، اکثر وخت همداسې تبلیغات او شرموونکي دروغ وایي، په دې باب خبرې زموږ له خوا رد کړه، هیڅ خبره هم نشته، سل په سلو کې اطمینان درکوو.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پژواک ته تایید کړه چې دغه غږیز کلېپ د ملا عبدالغني برادر دی.
دا په داسې حال کې ده چې قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم ویلي، کوم تبليغات چې د ملا برادر اخند په اړه کېږي چې ګواکې څه جنجال پېښ شوی، هيڅ حقيقت نه لري.
Views: 5850
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن