ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملا برادر نوم د ۲۰۲۱ کال د اغېزناکو کسانو په نوملړ کې راغلی

د ملا برادر نوم د ۲۰۲۱ کال د اغېزناکو کسانو په نوملړ کې راغلی

author avatar
16 Sep 2021 - 14:31
د ملا برادر نوم د ۲۰۲۱ کال د اغېزناکو کسانو په نوملړ کې راغلی
author avatar
16 Sep 2021 - 14:31

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۰): ټایمز مجلې د افغانستان د سرپرست ريیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر نوم د ۲۰۲۱ زېږديز کال د سلو اغېزناکو کسانو په نوملړ کې شامل کړى دى.

ملا عبدالغني برادر د طالبانو له بنسټ اېښودونکو ګنل کېږي، هغه د طالبانو مخکنۍ دورې له سقوط وروسته د کوټې رهبرۍ شورا غړى هم و.

ملا برادر د اوږدې مودې لپاره په پاکستان کې زنداني و، خو د امریکا په غوښتنه پاکستان له زندانه خوشی کړ او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر وټاکل شو.

هغه د طالبانو سرپرست حکومت کې د ريیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د مرستیال په توګه ګومارل شوى دى.

د راپورونو پر بنسټ، ټایمز مجلې د ملا عبدالغني برادر نوم د ۲۰۲۱ کال د ۱۰۰ اغېزناکو کسانو په نوملړ کې شامل کړی دی.

طالبانو د ټایمز مجلې په دغه نوملړ کې د ملا برادر  د نوم شاملېدو هرکلی کړی، د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي رسنیو ته ویلي چې ملا برادر د نرم مزاج او د یوه قاطع شخصیت څښتن دی.

کريمي زياتوي چې ملا برادر له څو لسیزو راهیسې د افغانستان مسایلو کې رغنده رول لوبولى او د نړۍ له یوه ستر ځواک سره یې تاریخي هوکړه کړې ده.

د يادې مجلې په نوملړ کې د ملا عبدالغني برادر ترڅنګ د افغانې مدني فعالې محبوبه سراج نوم هم د هغو سلو کسانو لیست کې راغلی چې د ۲۰۲۱ کال اوږدو کې اغېزناک بلل شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.