کندهار (پژواک، ٣١ وږی ۱۴۰۰): د کندهار سوداګر، د بار وړونکو موټرو چلوونکي او د دوی ټولنې وايي، له تېرې یوې میاشتې د هېواد پر لویو لارو نه یوازې له بار وړونکو موټرو د پیسو اخیستو کچه صفر شوې، بلکې د سوداګریزو د مالونو لېږد هم چټک شوی دی.
پژواک د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۳مه راپور خپور کړی و چې په کندهار کې د لویو لارو پر سر له بار وړونکو موټرو هره ورځ ۶۰۰زره افغانۍ په ناقانونه توګه اخیستل کېږي او ټولې شخصي جېبونو ته ځي.
د پژواک د موندنو له مخې، له بار وړونکو موټرو پولیسو، د ترانسپورټ مامورینو او ترافیکو پیسې اخیستلې، خو ډېر شکایت یې د لارې په اوږدو کې د امنیتي پوستو له پولیسو کاوه.
د کابل- هرات لویه لاره له کندهاره تېرېږي چې هره ورځ پرې سلګونه بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي.
په دغه راپور کې هڅه شوې وه چې په کندهار کې په ناقانونه توګه د پیسو اخیستلو موارد وڅېړل شي، په دې برخه کې له لسګونو موټر چلوونکو سره مرکې شوې وي او د هغوی له لوري د ویډیوګانو او عکسونو په بڼه اسناد او مدارک له پژواک سره شریک شوي وو.
د یاد راپور له خپرېدو شاوخوا شپږ میاشتې وروسته یو ځل بیا پژواک له سوداګرو، چلوونکو او د بار وړونکو موټرو د ټولنو له غړو سره مرکې وکړې او ویې ویل چې اوس پر لویو لارو د دغو ستونزو مخه نیول شوې ده.
لالي چې د هرات- کابل پر لویه لاره بار وړونکی موټر چلوي، پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس چې له هرات څخه حرکت وکړي نو تر کابله پورې یې هیڅوک مخې ته نه درېږي او نه هم پیسې ورڅخه غواړي.
ده زیاته کړه، پخوا به یې دوه ځایه حکومت او طالبانو ته محصول ورکاوه خو د دې ترڅنګ د لارې په اوږدو کې نژدې هرې امنیتي پوستې نه یوازې له دوی په ناقانونه توګه پيسې اخیستلې، بلکې د موټر نه درولو په صورت کې یې سپکې سپورې ورته ویلې، وهل او ټکول یې او ان ډزې یې ورباندې کولې.
هغه وايي: ((له هرات څخه چې به کابل ته روان شوو، نو د لارې په اوږدو کې به په میرداوود، فراه رود، شینډند، دلارام، ګرشک، یخچال، سنګین دوراهي، میوند، ژېړۍ او له کندهار ها خوا تر کابله په جلدک، نورک، جنډه، کروسای، مقر او ګڼو نورو سیمو کې پولیسو پیسې راڅخه اخیستلې او سخت یې ځورولو.))
دی وايي، د پیسو اندازه معلومه نه وه، جوړ جاړی و، له ۵۰۰ افغانۍ ان تر ۵ زره او ۱۰زره پورې له چلوونکي اخیستل کېدلې.
نوموړی زیاتوي، په بندرونو کې بیا د ټرانسپورټ مامورینو پیسې ورڅخه اخیستلې، په ښارونو کې بیا ترافیک ورته ولاړ وو او له دوی یې د پیسو غوښتنه کوله.
د ده په خبره، یوازې ملي اردو له دوی پیسې نه اخیستلې او نه یې هم ځورولي دي.
نوموړي وویل، اوس چې طالبان راغلي، یوازې یو وار محصول ورکوي او بیا په ټوله لار کې څوک د پیسو غوښتننه نه ورڅخه کوي.
دغه راز دی دا هم وايي چې پخوا به تر خپل هدف پورې په ځنډ رسېدل، ځکه پر لارې به جګړې وې، د ماینونو وېره وه خو اوس دا وېره نشته د شپې او ورځې سفر کوي.
د لویې لارې بل چلوونکی محمد صابر هم وايي، له هغه وروسته چې طالبان راغلي لارې امن شوي او له دوی د پیسو اخیستل صفر شوي دي.
هغه زیاته کړه، پخوا به هره ورځ د امنیتي پوستو پولیسو پیسې ورڅخه اخیستې، لارې به یې تړلې وې او په ساعتونو ساعتونو به یې درولي وو.
د ده په خبره، ان د ځینو امنیتي پوستو پولیسو چلوونکي اړ ایستل چې د تپو پر سر جوړو شوو پوستو ته په خپله پیسې وروړي، دغه راز ځینو پوستو به بیا بوشکې راځړولې او چلوونکي اړ وو پیسې په کې واچوي.
نوموړي وویل، خوشحاله دی چې اوس د دغو ټولو خپلسریو او ناقانونه کړنو مخنیوی شوی دی، هغه مهال یې په ورځو ورځو د خپلو حقونو لپاره لاریونونه وکړل، کار بندیز یې وکړ خو چا یې غږ نه اورېده.
حاجي نياز محمد يو بل چلوونکی دی چې له هراته په خپل ټانکر کې ګاز راوړي، دی وايي، د کندهار- هرات پر لار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د پولیسو پوستې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ ورڅخه اخستلې، په میوند کې د تورو پوستې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانۍ اخیستلې، د میوند له بازار ور ها خوا بله پوسته ده چې هېڅ موټر نه شوای ورڅخه تلای، له ۵ تر ۲۰زره کلدارې یې اخیستلې، د ملنګ کارېز په ساحه کې یوې پوستې ۲۰۰، بلې هم ۲۰۰ او بلې بیا ۳۰۰ افغانۍ ورڅخه اخیستلې، لښکرګاه دوراهي ته څېرمه څلور- پنځه پوستې وې چې هرې یوې ۵۰۰ افغانۍ اخیستلې.
ده پژواک ته وویل، اوس په لویو لارو دا خبرې نشته، د پیسې اخیستل یو مخ بند شوي او چلوونکي په ډاډ زړه تګ راتګ کوي.
په کندهار کې د بار وړونکو موټرو ټولنې مرستیال حاجي نعمت الله الکوزی وايي، پخوا د بار وړونکو موټرو چلوونکي د لویو لارو پر سر له سختو ستونزو او ناقانونه چلند سره مخ وو چې دغې چارې سوداګر زیانمن کړي وو خو اوس دا کړنې یوې مخ درېدلې دي.
هغه زیاته کړه، په منځنۍ کچه هره ورځ د کندهار، هرات، فراه، نیمروز او هلمند ولایتونو ترمنځ ۳۰۰ بار وړونکي موټرونه تګ راتګ کوي چې د لښکرګاه له دوراهي بیا د کندهار تر باغ پُل ساحې پورې له هر موټره له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ افغانیو د بېلابېلو پوستو له خوا اخیستل کېدلې.
دی وايي، په دې حساب که په منځنۍ کچه هره ورځ له هر بار وړونکو موټرونو د ورځې ۶۰۰زره او د میاشتې ۱۸ میلیونه افغانۍ اخیستل کېدلې چې ټولې د ځايي زورواکو جېبونو او اکاونټونو ته تللې.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر پژواک اژانس ته وویل، امنیت د تجارت تر ټولو مهم بنسټ دی چې دوی یې د دوام غوښتونکي دي.
هغه زیاته کړه، مخکې چې ناامني وه نو د لویو لارو په اوږدو کې به پولیسو، اربکیانو، نامسوولو وسله والو او نورو غلو له موټر چلوونکو په ناقانونه توګه پیسې اخیستلې او یا به یې توکي ورڅخه کښته کول.
دی وايي، ټول سوداګر خوشحاله دي چې وضعیت بدلون کړی او دوی له ستونزو خلاص شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال حاجي یونس مومند هم پژواک اژانس ته وویل چې د هېواد په ټولو لویو لارو کې په ناقانونه توګه د پیسو اخیستل بند شوي چې دوی یې د دوام په هیله دي.
هغه زیاته کړه: ((اوس چې سوداګر د کندهار په سپین بولدک او یا د هرات په اسلام کلا کې د خپلو اموالو محصول ورکړي نو بیا تر ننګرها، مزار او نورو ولایتونو پورې په ټوله لار کې پیسې نه ورڅخه اخلي.))
دی وايي، پخوا ټولو له ناامنۍ ناوړه ګټه پورته کوله، په یوه او بله بهانه به یې له موټر چلوونکو په ناقانونه توګه پیسې اخیستلې.
نوموړي دا هم وویل چې طالبانو پر خوراکي توکو محصول کم کړی او سوداګرو کولای شول په دې موده کې د هېواد تر ګوټ ګوټ پورې خوراکي توکي ورسوي.
نوموړی وايي، امنیت د ابادۍ لومړۍ خښته ده، که امنیت نه وي کار نه شو کولای، زموږ هیله دا ده چې امنیت لا پیاوړی شي څو خلک په ډاډ زړه تګ راتګ وکړي، خپل اموال او توکي له یوه تر بل ځایه ورسوي.
د کندهار والي حاجي یوسف وفا وايي، هڅې یې پیل کړي چې سوداګرو او موټر چلوونکو ته د کار او خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي او د هغوی ټولې ستونزې لیرې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP