ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښار کې په تېرو ٧ ورځو کې ٦٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد ښار کې په تېرو ٧ ورځو کې ٦٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
25 Sep 2021 - 15:49
جلال اباد ښار کې په تېرو ٧ ورځو کې ٦٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
25 Sep 2021 - 15:49

جلال اباد (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۰): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې تېرو اوو ورځو کې د هدفي وژنو او چاودنو زياتوالي خلک اندېښمن کړي او له ځايي مسوولينو غواړي چې د پېښو د مهار لپاره هلې ځلې وکړي.

په تېرو اوو ورځو کې جلال اباد ښار د ګڼو چاودنو او هدفي بريدونو شاهد و چې يوه ورځ په کې څلور پرله پسې چاودنې هم شوې دي.

د پژواک اژانس د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د وروستيو نا امنيو (هدفي وژنو او چاودنو) له امله د سپټمبر له ۱۸مې تر نن (د سپټمبر تر  ۲۵مې) ۲۳ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي.

په مړو او ټپيانو کې نږدې ۸۰ سلنه يې طالبان دي.

وروستۍ پېښه نن د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند امير شهيد باغ ته څېرمه د طالبانو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه ده چې يو ملکي وګړى او يو طالب په کې وژل شوي او دوه ملکي او څلور نور طالبان په کې ټپيان شوي دي.

ښاریان اندېښمن دي او وایي، له څه مودې راهیسې په دغه ولایت کې نسبي کراري او امن ټينګ و، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

په جلال اباد ښار کې د ځینو وسله والو ډلو فعالیت او بریدونو ښاریان اندېښمن کړي او د افغانستان له اسلامي امارت غوښتنه کوي چې په ښار او ولسوالیو کې دې د ولسي خلکو د ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د جلال اباد ښار يو اوسېدونکي جان اغا په دې اړه وويل چې جلال اباد کې هره ورځ د چاودنو په غږ پيلېږي او د طالبانو ترڅنګ ملکي وګړي هم په کې په نښه کېږي.

هغه زياته کړه: ((جلال اباد ښار کې د طالبانو له راتګ څخه یوه میاشت وروسته بیا امنیتي پېښې زیاتې شوې او خلک یې اندېښمن کړي دي، ځکه له یوې خوا غریبي ده او له بلې خوا ناامني نو دا ټولې هغه ستونزې دي چې ښاریان یې اندېښمن کړي دي.))

د ښار يو بل اوسېدونکی نبي الله وايي، طالبان دې بېرته پخواني پوليس، اردو او نور ځواکونه راوغواړي چې امنيت ټينګ کړي او يا دې دوی خپله په ښار کې خپل فعاليتونه او تالاشۍ ډېرې کړي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د ننګرهار ولايت چارواکو نظر له ځانه سره ولري خو په دغه چاره بريالی نه شو.

که څه هم داعش وسله والو د دغو ټولو پېښو په اړه څه نه دي ويلي او يوازې تر يوې پېښې وروسته يې مسوليت منلی، خو کتونکي په دې اند دي چې جلال اباد ښار کې د ناامنۍ تر شا داعش وسله واله ډله لاس لري، ځکه چې تېر کې يې هم دغه ولايت کې له طالبانو سره قوي جګړې کړې دي.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد له رسنيو سره په يوه تازه مرکه کې ويلي چې داعش هیڅ ډول ګواښ نه دی او طالبان يې د ځپلو پوره چمتوالی او توان لري.

Views: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.