میمنه (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۵): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د فاریاب ولایت په ګرزیوان، بلچراغ او خواجهسبزپوش ولسوالیو کې د مضرو ملخانو ضد کمپاین پیل شوی دی.
دغه وزارت نن (پنجشنبه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دغه کمپاین د ملخانو د خپرېدو مخنیوي او کرنیزو حاصلاتو ته د اوښتونکو زیانونو کمولو په موخه پیل کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کمپاین د نباتاتو ساتنې عمومي مدیریت د تخنیکي ټیمونو له لوري، د لومړنیو سروېګانو او د ککړو سیمو له تثبیت وروسته پیل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې موظف ټیمونه له ځانګړو وسایلو او درملو سره سیمو ته رسېدلي او هڅه کوي چې نورو سیمو ته د دغه افت د پراخېدو مخه ونیسي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د عملیاتو پر مهال د ملخانو ضد مبارزې تخنیکي اصول، د چاپېریال ساتنه او د انسانانو او حیواناتو د روغتیا خوندیتوب په جدي توګه رعایت شوی دی.
د کرنې وزارت دغهراز د دغه کمپاین په پلي کېدو کې د همکارو بنسټونو، بزګرانو او سیمهییزو اوسېدونکو له همکارۍ مننه کړې او د کرنیزو حاصلاتو د ساتنې لپاره یې د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.