Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې زلزلې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۰): د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه او ګڼو نورو سیمو کې درنه زلزله شوې چې له امله یې ۲۰ تنه مړه شوي او په سلګونو نور ټپیان دي.

زلزله نن سهار د افغانستان په وخت په شاوخوا ۳:۳۰ بجو شوې ده چې ډېر زیان یې د کویټې په ګډون په سیوۍ، هرنايي، پښین، سیف الله کلا، چمن، زیارت او ژوب سیمو کې اړولی دی.

د بلوچستان ایالت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، زلزله د ریکټر په کچه ۵.۷ درجې وه چې ډېر خلک د چتونو او دېوالونو د رالوېدو له امله مړه شوي دي.

تر دې مهاله د ۲۰ تنو مړینه او د شاوخوا ۲۰۰ تنو ټپي کېدل تایید شوي دي.

د دغه ایالت له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر نصیر ایثار رسنیو ته ویلي چې کېدای شي د مړو او ټپیانو شمېر ډېر شي.

د زلزلې له امله برېښنا بنده شوې او روغتیايي کار کوونکي اړ شوي چې د لاسي څراغونو رڼا ته د ټپيانو درملنه وکړي.

نوموړی وايي، په دې زلزله کې د بلوچستان ایالت غرنۍ سیمه هرنايي تر ټولو ډېره زیانمنه شوې چې د پخو سړکونو، برېښنا او مخابراتي خدماتو د نشتوالي له امله د خلکو ژغورنې هڅې له ستونزو سره مخ دي.

د بلوچستان ایالت اعلی وزیر ضیاالله لانګاو هم ویلي چې د ۲۰ تنو د وژل کېدو او د ۲۰۰ تنو د ټپي کېدو راپورونه یې تر لاسه کړي دي.

د دغه ایالت بل حکومتي چارواکي سهیل انور هاشمي بیا ویلي چې په مړو شوو کې د هرنايي سیمې یوه مېرمن او په ټپيانو کې ۶ ماشومان هم شامل دي.

هغه دا هم وویل چې د همدې سیمې د ډبرو سکرو په کان کې ۱۵ کارکوونکي بند پاتې دي چې دوی یې د ژغورلو هڅې کوي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، دا زلزله د بلوچستان په ټول ایالت کې چې افغانستان او ایران ته څېرمه پروت دی، احساس شوې ده.

د یادونې ده چې په ۲۰۱۵ کال کې هم په پاکستان او افغانستان کې زلزله شوې وه چې له امله یې ۴۰۰ کسان مړه شوي وو.

دغه راز په ۲۰۰۵ کال کې بیا د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د ریکټر په ۷،۶ درجې زلزله شوې وه چې ۷۳ زره کسان یې له امله مړه وو او ۳،۵ میلیونه کسان یې بې کوره کړي وو.

او تر ټولو خونړۍ زلزله په ۱۹۳۵ کال په کویټه کې د ریکټر په ۷،۶ درجې شوې وه چې نږدې ۳۰ زره کسان یې له امله مړه شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.