ژبه

اسپانیا کې باران او سېلابونه؛ څلور کسان مړه او سلګونه خلک له کورونو وتلي

احمد صهیب حسرت

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۵

۵ کتنې

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د اسپانیا په ختیځ کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه څلور کسان مړه او له دوو زرو ډېر د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او سلګونه نور بیا د ژغورنې ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې د «ادم» توپان له امله د شنبې له ورځې سخت بارانونه پیل شوي او د اسپانیا د مدیترانې سمندرګي د ساحلي سیمو، په ځانګړې توګه د والنسیا سیمه یې تر اوبو لاندې کړې ده.

د راپور له مخې، د والنسیا په ځینو سیمو کې په ۲۴ ساعتونو کې پر هر متر مربع تر ۷۰۰ لېترو پورې باران ورېدلی چې له امله یې د سیندونو اوبه لوړې شوې، سړکونه تر اوبو لاندې شوي او د یو شمېر ښارونو او کليو ترمنځ لارې بندې شوې دي.

ځايي چارواکو تایید کړې چې د دغو سېلابونو له امله څلور کسان مړه شوي دي.

د چارواکو په وینا، دوه کسان په اولیوا ساحلي ښار، یو د ساګونتو په ساحل او بل کس په کاتالونیا کې یوه تېز بهېدونکي سیند ته د لوېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چارواکو په خبره، امنیتي ځواکونو د والنسیا په سیمه کې د ژغورنې تر ۴۰۰ ډېر عملیات ترسره کړي او یو شمېر هغه اوسېدونکي چې د خپلو کورونو پر بامونو بند پاتې وو، د چورلکو په وسیله خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

راپور زیاتوي چې د دوشنبې په سهار شاوخوا ۸۰۰ زره اوسېدونکو ته په خپلو کورونو کې د پاتې کېدو سپارښتنه شوې وه؛ خو د هوا له ښه کېدو سره دغه محدودیتونه د ورځې تر غرمې وروسته په اتو ښارونو او سیمو کې ۸۷ زره کسانو ته راکم شول.

همدارنګه، تر دوو زرو ډېر کسان، چې ډېری یې د اولیوا ښار اوسېدونکي دي، له خپلو کورونو ایستل شوي دي.

په همدې حال کې، د زیانمنو سیمو اوسېدونکو په خپلو کورونو، موټرو او بنسټیزو تاسیساتو کې د پراخو زیانونو خبر ورکړی دی.

دغه سېلابونه په داسې حال کې راځي چې دوه کاله وړاندې هم د والنسیا په سیمه کې ویجاړوونکو سېلابونو تر ۲۳۰ ډېر کسان مړه کړي وو.

د اسپانیا د هواپېژندنې ملي ادارې هم اعلان کړی چې د روان کال سپټمبر میاشت د دغه هېواد په اصلي خاوره کې تر ټولو ګرمه ثبت شوې سپټمبر میاشت وه.