کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د بلوچستان په مرکز کوېټه کې د یوې چاودنې له امله دوه پولیس ټپیان شوي دي.
د پاکستان «همنیوز» راپور ورکړی چې دغه چاودنه نن (سهشنبه) د کوېټې په «میان غونډۍ» سیمه کې شوې ده.
سرچینې د پولیسو له قوله ویلي چې په چاودنه کې دوه پولیس ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
راپور زیاتوي چې له پېښې وروسته پولیس او نور امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، سیمه یې کلابنده کړې او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه د چاودنې څرنګوالی او لامل نه دی معلوم شوی.