Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ شل اووریز نړيوال جام لپاره د ملي لوبډلې وروستی نوملړ اعلان شو

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۰) : د افغانستان کرکټ بورډ د راتلوونکي شل اووريز نړيوال جام لپاره د ملي لوبډلې ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د تلې په ١٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبډله د وروستیو تمریناتو په پایله کې اعلان شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې لوبډله کې محمد نبي (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز او محمد شهزاد (ويکټ ساتونکي) حضرت الله ځاځی، عثمان غني، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان، نجيب الله ځدراڼ، ګلبدين نائب، کريم جنت، راشد خان، مجيب ځدراڼ، حميد حسن، فريد ملک او نوين الحق شامل دي.

دغه راز له يادې لوبډلې سره شرف الدين اشرف، سميع الله شينواری، دولت ځدراڼ او فضل حق فاروقي د احتياطي لوبغاړو په توګه اخيستل شوي دي.

هوتک وایي چې ملي لوبډله اوسمهال په قطر کې د راتلونکي نړيوال جام په موخه تمرينات ترسره کوي چې له هغه وروسته به عربي اماراتو ته په نړيوال جام کې د ګډون په موخه سفر وکړي.

ټاکل شوې چې نړیوال جام د اکتوبر په ۱۷مه پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.