مزارشريف (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۰): د افغانستان د ملي دفاع وزارت لومړی مرستيال وايي، د يوه داسې پوځ د روزلو په هڅه کې دی چې د افغانستان له حدودو او خلکو څخه مستقلانه دفاع وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې په مزارشريف کې د مزار قول اردو د نوي قوماندان د معرفي کېدو په مراسمو کې وکړې.
پر افغانستان د طالبانو له حاکميت شاوخوا دوه مياشتې وروسته مولوي عطاالله عمري د مزار قول اردو د قوماندان په توګه رسما معرفي شو.
يادو مراسمو کې د افغانستان د دفاع وزارت لومړي مرستيال ملا محمد فاضل مظلوم وویل چې د يوه داسې پوځ د روزلو لپاره هڅې پيل شوي، ترڅو د افغانستان له حدودو او خلکو څخه په مستقلانه توګه دفاع وکړي.
نوموړی زياتوي چې د يوه قوي او شرعي نظام د ساتلو لپاره اړينه ده، چې قوي پوځ جوړ او وروزل شي.
هغه وويل: ((موږ به کوشش کوو چې يو مستقل پوځ وروزو، داسې پوځ چې مستقل وي او افغانستان يې په شتون سره د چا تر تاثير لاندې را نه شي، زموږ پوځ بايد له خپلو ګاونډيو ډېر مستقل او قوي وي.))
د هغه په وينا، هغه کورنۍ بايد هېرې نه کړای شي، چې غړي يې په تېرو ۲۰ کلونو کې د اسلامي امارت په ليکو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
د دفاع وزارت مرستيال همدا راز وويل چې اوسنى حکومت دوی ته چا په خيرات کې نه دی ورکړى، بلکې د هغه په وينا دا يې د ځوانانو په سرښندنو او قربانيو تر لاسه کړی دی.
په ورته مهال د مزار قول اردو لپاره نوي ټاکل شوي قوماندان مولوي عطالله عمري په خپلو خبرو کې وويل چې دوی به د يوه منظم پوځ د جوړولو او روزلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د هغه په خبره، د بهرنيو په وتلو سره جګړه ختمه شوې او اوس وخت را رسېدلی چې افغان ولس له بشپړ امنيت څخه برخمن شي.
عمري وويل: ((اوس زموږ ستر ارمان دا دی چې د افغانستان ټولو خلکو ته هغه که په ښارونو کې دي او که په کليو او بانډو کې امنيت راولو او ډاډمنه فضا ورته مساعده کړو.))
د مزار د قول اردو قوماندان همدا راز وويل چې د حکومت په ليکو کې ټول وسله وال کسان به په نظامي کنډکونو، نظامي قطعاتو او قول اردوګانو کې ځای پر ځای شي او روزنه به ورکړل شي.
د هغه په خبره، په قول اردو کې به سرتېرو ته نظامي او ديني زده کړې ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((هغه څوک چې په قول اردو کې له زده کړو څخه فارغېږي د نظامي زده کړو تر څنګ به يې بشپړ ديني تعليمات هم تر لاسه کړي وي.))
هغه زياتوي چې د افغانسان خلک ډېر ځورېدلي او اوس اړتيا ده څو د خلکو په زخمونو پټۍ ولګول شي.
د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه هم دغو مراسمو ته په خپلو خبرو کې وويل چې نوى نظام د افغانستان له ټولو مېشتو قومونو څخه تشکيل شوی دی.
د هغه په وينا، د افغانستان ټول ولايتونه د هماغه ولايتونو د مجاهدينو لخوا نيول شوي او اړتيا نه ده پېښه شوې چې د يوه ولايت د نيولو لپاره له نورو ولايتونو څخه ځواکونه واستول شي.
نوموړي د پوځ له مسوولينو وغوښتل چې د نظامي زده کړو تر څنګ ځواکونو ته اړيني اسلامي زده کړې هم ورکړي.
Views: 147
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن