Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندهار کې یو دیني عالم له نیول کېدو وروسته بېرته خوشې شوی

کندهار (پژواک، ۱ لړم ۱۴۰۰): طالبانو په کندهار کې یو دیني عالم او د تعلیم الاسلام مدرسې مشر مولوي محمد عمر خطابي نیولی او بېرته خوشې کړی دی.

پېښه وړمه ورځ شوې چې پر مهال یې هوايي ډزې هم شوې دي.

د معلوماتو له مخې، دغه دیني عالم له خپلې مدرسې په زور ایستل شوی و چې پر مهال یې د مدرسې د زده کوونکو او طالبانو تر منځ اخ او ډب هم شوی و.

د تعلیم الاسلام مدرسې یوه مسوول نصیب الله پژواک خبري اژانس ته وویل، مولوي محمد عمر خطابي په تېروتنه نیول شوی و چې وروسته چارواکو له دې امله بښنه هم وغوښتله.

دی زیاتوي، له پېښې وروسته د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا له یاد شوي دیني عالم سره لیدلي، له هغه یې بښنه غوښتې ده.

د ده په خبره، والي ډاډ ورکړی، چا چې دغه کار کړی نیول شوي دي چې ژر به خپله سزا وویني.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نور احمد سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، دا موضوع حل شوې ده او هغه کسان نیول شوي چې دغه کار یې کړی و.

ده هم وویل چې د کندهار والي د شوې پېښې له امله له یاد دیني عالم څخه بښنه غوښتې ده.

په کندهار کې دغه دیني عالم داسې مهال نیول کېږي او بیا بېرته خوشې کېږي چې په دې وروستیو کې داسې اوازې خپرې شوې وې چې طالبان یو شمېر کسان او دیني عالمان په دې تور چې اهل حدیث دي او  ښايي له داعش سره اړیکې ولري، نیسي.

خو د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریيس دا خبره رد کړه او وايي، د طالبانو د مشرانو له خوا داسې هڅ پرېکړه یا لارښوونه نه ده شوې ده.

په خپله مولوي محمد عمر خطابي وايي چې د یوې دسیسې ښکار شوی و او اوس موضوع حل شوې ده.

هغه وویل: «د دیني عالمانو او امارت تر منځ واټن نشته، موږ په ګډه د اسلامي نظام لپاره کار کوو او د دښمن دسیسې به شنډوو.»

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا په کندهار کې لومړی ځل دی چې یو دیني عالم نه نیول کېږي.

د خلکو په باور، په دې وروستیو کې مذهبي مخالفتونو ته لمن وهل کېږي او له دې لارې د یوې بلې جګړې د پیل کېدو هڅې کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.