کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۰): اروپایي ټولنه هوډ لري چې تر یوې میاشتې پورې په کابل کې خپله ډیپلوماتیکه نمایندګي بېرته پرانیزي.
فایننشال ټایمز بریتانوۍ ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې د اروپایي اتحادیې ډیپلوماتان به له کابل څخه تر وتلو شاوخوا ۱۲ اوونۍ وروسته بېرته کابل ته راشي؛ ځکه چې بروکسل هڅه کوي د افغان اتباعو ایستلو او مرستې لپاره همغږي رامنځته کړي.
په دغه راپور کې راغلي: «اروپایي اتحادیه پر دې باوري ده چې له بشري حقونو د ملاتړ، له انساني بحران او د تروریزم د صادرېدونکي په توګه د افغانستان د بیا نه بدلېدو پر وړاندې د طالبانو له خوا د ژمنو عملي کولو لپاره اړتیا ده چې دغه ټولنه په کابل کې دفتر ولري.»
سرچینه لیکي، اروپایي ټولنې تېره میاشت یو استازی افغانستان ته ولېږه څو کابل ته د خپلو ډيپلوماتانو د بیا ځلي ورتک ارزونه وکړي؛ ځکه چې د شاوخوا یو میلیارد یورو په ارزښت کومه مرسته چې له افغانستان سره شوې، د دوی له حضور پرته ناممکنه ده.
د اروپایي ټولنې یوه ویاند هم ویلي چې تر اوسه یې د امنیت په تامینولو کې کومه نهایي پرېکړه نه ده شوې.
د اروپایي اتحادیې ویاند نبیلا ماسرالي تایید کړې چې په افغانستان کې د لږ تر لږه حضور په تلاش کې ده خو د امنیتي دلایلو له مخې یې له ډېرو جزئیاتو ورکولو ډډه وکړه.
هغه ټینګارکړی: « لکه څرنګه چې بار بار مو ویلي، دغه نښه د رسمیت پېژندلو په معنا نه ده، موږ غواړو چې په نږدې کېدو سره د افغانستان له هغو خلکو سره چې زموږ مرستو ته اړ دي، ښه مرسته وکړو او طالبان باید له موږ سره تعامل ولري.
پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې برخه کې د حکومت د ویاندویانو نظر ولري خو هغوی په دې اړه څه نه دي ویلي.
د محمد اشرف غني په مشرۍ د تېر حکومت له سقوط وروسته ځينو محدودو سفارتونو په کابل کې خپل فعالیت ته ادامه ورکړې ده.
د افغانستان د حکومت مسوولینو لا وړاندې ویلي وو چې په کابل کې د ۱۱ هېوادونو سیاسي نمایندګۍ چې د هغو له ډلې ایران، ترکیه روسیه، ازبکستان او پاکستان خلاصې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP