کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د اوبو د کمښت او اقلیمي بدلونونو له امله د منځنۍ اسیا له مخ پر زیاتېدونکو ستونزو سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د اوبو د سرچینو د مدیریت په اړه پر دوامداره خبرو ټینګار کړی دی.
د اوزبېکستان د ولسمشرۍ دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې میرضیایوف دغه څرګندونې د منځنۍ اسیا او اذربایجان هېوادونو د مشرانو په اتمه مشورتي غونډه کې کړې دي.
هغه ویلي چې له افغانستان سره د اوبو د سرچینو د مدیریت په اړه باید دوامداره او منظمې خبرې اترې وشي او په دې برخه کې د سیمې د ټولو هېوادونو ګټې په پام کې ونیول شي.
د اوزبېکستان ولسمشر په داسې حال کې له افغانستان سره د اوبو په اړه پر خبرو ټینګار کړی چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د اوبو د کمښت او اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مخ دي.
دغهراز، د افغانستان په شمال کې د قوشتېپې کانال جوړول، چې د امو سیند اوبه د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کرنیزو ځمکو ته لېږدوي، د سیمې د اوبو د مدیریت موضوع لا مهمه کړې ده.
د دغه کانال د اوبو اخیستنې په اړه د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه اندېښنې لري او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د سیمهییزې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد مخکې ویلي وو چې د قوشتېپې کانال په جوړولو سره به د هېڅ هېواد د اوبو حق نه ضایع کېږي او افغانستان به په دغه کانال کې یوازې له خپلو حقه اوبو ګټه واخلي.
دغهراز، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور ویلي وو چې افغانستان د امو سیند د حوزې له هېوادونو سره د اوبو تړون نه لري او د خپلو اوبو د کارولو حق لري. هغه همداراز د ګاونډیو هېوادونو د اندېښنو په اړه خبرو ته د چمتووالي څرګندونه کړې وه.