کابل (پژواک) – د سيبياېس خبري شبکې د خپرو شوو شمېرو له مخې، د امریکا د استازو جرګې په منځمهاله ټاکنو کې ډیموکراټ ګوند تر اوسه ۱۶۶ او جمهوريغوښتونکي ګوند ۱۰۴ څوکۍ ګټلې دي.
سيبياېس خبري شبکې نن (چهارشنبه) راپور ورکړی چې د امریکا د ۲۰۲۶ کال په منځمهاله ټاکنو کې تر اوسه ډیموکراټ ګوند مخکښ دی او دغې شبکې د استازو جرګې د اکثریت څوکیو په ترلاسه کولو کې د ډیموکراټانو د بریا وړاندوینه کړې ده.
د راپور له مخې، ډیموکراټانو د پنسلوانیا، کنتاکي، کلوراډو او شمالي کارولینا په ګډون په بېلابېلو ایالتونو کې د جمهوريغوښتونکو یو شمېر څوکۍ ګټلې دي.
د یادونې ده چې سيبياېس دغه شمېرې د افغانستان پر وخت نن سهار ۹ بجې او ۲۶ دقیقې خپرې کړې دي. دغه شمېرې د بدلون په حال کې دي.
په دغو ټاکنو کې د امریکا د استازو جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ سیالۍ ته وړاندې شوې دي او هر ګوند د اکثریت ترلاسه کولو لپاره لږ تر لږه ۲۱۸ څوکیو ته اړتیا لري.
جمهوريغوښتونکو له ټاکنو مخکې د ۲۱۸ څوکیو په لرلو او د یوه خپلواک استازي په ملاتړ د دغې جرګې اکثریت په واک کې درلود.
سيبياېس لیکلي چې د ژوند د لګښتونو لوړېدل، د اقتصادي وضعیت په اړه د رایهورکوونکو اندېښنې، د ایران جګړه او د ډونالډ ټرمپ سوداګریزې تعرفې د ټاکنو پر پایلو له مهمو اغېزناکو عواملو څخه وو.
دغې رسنۍ زیاته کړې چې د استازو جرګې په ټاکنو کې د ډیموکراټانو بریا به د امریکا په کانګرېس کې د واک انډول بدل کړي او د ډونالډ ټرمپ اداره به د خپلو سیاسي پروګرامونو د پرمخ بیولو او قوانینو د تصویب په برخه کې له ډېرو ننګونو سره مخ شي.










