ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې د کورش سیالۍ ترسره شوې

په کندوز کې د کورش سیالۍ ترسره شوې

author avatar
30 Oct 2021 - 16:47
په کندوز کې د کورش سیالۍ ترسره شوې
author avatar
30 Oct 2021 - 16:47

کندوز ښار (پژواک،۸ لړم ۱۴۰۰): د کندوز ولایت په سپین زر چمن کې د بلخ، سمنګان، بغلان او کندوز ولایتونو د کورش کارانو تر منځ د کورش سیالۍ تر سره شوې.

د یاد ورزش مسوولین وایي چې اوس مهال لوبغاړي کولای شي په امن فضا کې خپلې سیالۍ ترسره کړي، دغه راز هغوی د لوبغاړو له ښې روحيې یادونه وکړه او ویې ویل، په نږدې راتلوونکي کې به ازبکستان کې د کورش سیالیو کې هم ګډون وکړي.

د افغانستان د کورش فدراسیون مسوول ضیا دشتي چې په لومړي ځل یې کندوز ته سفر کړی د یادې سیالۍ لپاره د امنیت پر ټینګښت خوښي وښوده او دغه ولایت ته د خپل سفر موخه یې د کورش ملي ټيم له لوبغاړو لیدنه وبلله.

هغه د یادو لوبغاړو روحیه قوي وبلله او خبر یې ورکړ چې افغان لوبغاړي د ازبکستان په کوربه توب کورش سیالیو کې د ګډون لپاره تیاری لري.

دشتي وایي، پلان لري چې ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د کورش عنعنوي لوبې عصري بڼې ته تغییر کړي.

د کندوز ولایت د کورش فدراسیون مسوول محمد انور د یادې لوبې د امنیت په اړه خوښي وښوده او ویې ویل، په دغو سیالیو کې د یو شمېر ولایتونو لوبغاړو هم ګډون درلود.

هغه وایي، د افغانستان کورش فدراسیون په پام کې لري چې په راتلونکي کې د کورش ملي سیالۍ په کندوز کې ترسره کړي.

نوموړي وویل: ((زموږ لوبغاړي په بشپړ ډول چمتوالی لري چې د اسیا جام په کورش سیالیو کې چې د ازبکستان په هېواد کې ترسره کیږي ګډون وکړي.))

د کندوز یو اوسېدونکی جمشید وایي: ((موږ د امنیت له تامین او امن چاپیریال نه ډېر خوښ یو، اوس کولی شو په ډاډه زړه د دغې سیالۍ د لیدلو لپاره راشو، مخکې مو د چاودنو او امنیتي ستونزو له کبله نشوای کولای چې دلته راشو .))

د یادونې ده، چې د افغانستان د کورش فدراسیون مسوولین په لومړي ځل کندوز ولایت ته سفر کوي.

Views: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.