کابل (پژواک، ۱۶لړم ۱۴۰۰): په افغانستان کې د چین سفیر «وانګ یو» وایي، چې افغان سوداګرو ته به د دغه هېواد د ويزو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابروي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي پرون ماښام په کابل کې د چين له سفير وانګ يو سره وکتل.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ناسته کې پر دوو اړخيزو اړيکو، د افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو پر وروستۍ ليدنې، ګډې سوداګرۍ او په ځانګړې توګه چين ته د افغانستان د جلغوزو پرصادراتو خبرې وشوې.
هغه وایي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په غوښتنه چينايي لوري ژمنه وکړه چې افغان سوداګرو ته به د چين د ويزو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابروي.
متقي همدا راز ویلي چې د دوو هېوادونو ترمنځ د سياسي او تجارتي اړیکو د پراختيا په برخه کې هڅې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP