کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۵): د ملي دفاع وزارت وايي چې د ۲۰۹ الفتح قولاردو یوه پلاوي د ترکمنستان له سرحدي مسوولينو سره لیدنه کړې او دواړو لورو د پولې د امنیت د ټینګښت او سرحدي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د ملي دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پلاوي د جوزجان د ۱۱مې سرحدي لواء د قوماندان قاري عبدالواصل «نظري» په مشرۍ او د ۲۰۹ الفتح قولاردو د یو شمېر تخنیکي مسوولینو په ګډون، د ترکمنستان د امامکرکي سرحدي لواء له قوماندان مخدومقلي «بیردییوف» سره لیدنه کړې ده.
د سرچینې په وینا، دغه لیدنه د ترکمنستان په غوښتنه ترسره شوې او دواړو لورو د سرحدي سیمو د امنیت، د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړي دي.
د ملي دفاع وزارت زیاته کړې چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکمنستان اړیکې ښې او دوستانه وبللې او په سرحدي سیمو کې یې د امنیت د ټینګښت لپاره پر ګډو هڅو د دوام ټینګار وکړ.