قلعه نو (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۰): په بادغیس کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې په دوو بېلو چاودنو کې څلور ماشومان ټپیان شوي دي.
د بادغیس ولایتي روغتون د نرسنګ مدیر ثناالله ثابت پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ماشومان چې عمرونه یې د ۸ او ۱۲ کلونو ترمنځ دي، په جوند او مُقر ولسوالیو کې د ماینونو په چاودنو کې ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: «په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د جوند ولسوالۍ د چاودنې له پېښې درې ټپي ماشومان دغه روغتون ته ور وړل شوي چې د دوو روغتيايي حالت خراب دى او تر درملنې لاندې دي او یو بل یې رخصت کړی دی.»
د هغه په وينا، د دغه ولايت په مُقر ولسوالۍ کې هم چاودنې يو ماشوم ټپي کړی او د دغه ولايت په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
هغه وویل، یاد ماشومان چې لوبې یې کولې، له مخکې د اېښودل شوو ماین چاودنو کې ټپیان شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن