ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرنیو چارو وزارت: امریکا دې د افغانستان کنګل کړې پانګه ازاده کړي

بهرنیو چارو وزارت: امریکا دې د افغانستان کنګل کړې پانګه ازاده کړي

author avatar
17 Nov 2021 - 14:54
بهرنیو چارو وزارت: امریکا دې د افغانستان کنګل کړې پانګه ازاده کړي
author avatar
17 Nov 2021 - 14:54

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۰): د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په یوه لیک کې د امریکا له کانګرېسه غوښتي چې د افغانستان سرمایه دې له کنګله وباسي، لګېدلي بندیزونه دې لري کړي او وايي چې د هېواد پر شتمنۍ بندیزونه د منطق خلاف عمل دی.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په یاد لیک کې لیکلي: ((د دوحې تړون له لاسلیک وروسته د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ اوږده جګړه پای ته ورسېده، اوس د ډېپلوماتیکو اړیکو فصل دی.))

دغه راز نوموړي ویلي چې افغانستان د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

په لیک کې راغلي: ((په داسې حال کې چې د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې د دوحې موافقتنامې له لاسلیک وروسته موږ نور یو د بل پر خلاف په جګړه کې هم ښکېل نه وو او اوس هم د یوه او بل نظامي مخالفین نه یو، نو زموږ پر شتمنيو بندیزونه د منطق خلاف دي.))

سرچینې لیکلي: ((موږ فکر کوو چې دواړه لوري یو ښه فرصت لرو چې په راتلونکي کې مثبتې اړیکې ولرو او د ماضي له تېرو ترخو جریاناتو څخه درس واخلو. په داسې حال کې چې موږ د مثبتو اړیکو لپاره ښه فرصت لرو، بیا هم له بندیزونو او فشارونو استفاده زموږ د اړیکو په ښه کولو کې مرسته نه شي کولای.))

متقي کښلي، اوس مهال مالي او اقتصادي ستونزې د افغانستان تر ټولو لویې ننګونې دي. د ده په خبره، د امریکا له خوا د افغانستان د پانګې کنګل کېدل په هېواد کې د شته اقتصادي ستونزو اصلي لامل دی.

په لیک کې راغلي: ((د حیرانتیا ځای دی چې د نوي حکومت له اعلان سره د امریکا د حکومت له لوري زموږ د مرکزي بانک پر ذخیرو بندیز لګېدلی دی. دا زموږ د توقع او د دوحې موافقتنامې خلاف کار دی. د افغانستان خلک له لسیزو جګړو وروسته د ځاني امنیت څښتنان شوي دي. اوس زموږ د خلکو اساسي مسئله مالي خوندیتوب دی او د دې اندېښنې ريښه د امریکا د حکومت له خوا زموږ د خلکو پر شتمنیو بندیزونو ته ور ګرځي.))

بهرنیو چارو زوارت په دغه لیک کې ویلي، موږ د نړیوالې ټولنې او امریکا پر اندېښنو پوهېږو، خو د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونزه نه حل کوي. که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، د ژمي په را رسېدو سره به په افغانستان کې ستونزې ډېرې شي.

په لیک کې د امریکا له کانګرېسه غوښتنه شوې چې د افغانستان پانګه له کنګل حالت وباسي او زیاته شوې: ((موږ پر دې باور یو چې د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونزه نه حل کوي او نه هم دا د امریکا د ولس غوښتنه ده؛ نو ځکه باید ستاسي حکومت یاده پانګه خوشې کړي. موږ اندېښمن یو چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، د افغانستان حکومت او ولس به له ستونزو سره مخ شي، بلکې په سیمه او نړۍ کې به د پراخي کډوالۍ لامل شي او نړۍ ته به بشري او اقتصادي مسئلې رامنځته کړي))

بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د پانګې کنګل کول او د بندیزونو وضعه کول نه یوازې په افغانستان کې پر سوداګرۍ او کاروبار اغېز کوي، بلکې پر بشري مرستو یې هم اغېز کړی دی.

دغه راز په لیک کې راغلي چې د افغانستان د پانګې کنګل کېدو د روغتیا، پوهنې او د ملکي خدمتونو نورو سیستمونو ته هم زیان اړولی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د امریکا له حکومته غوښتي چې د افغانستان پانګې د کنګل کېدو په اړه پر خپل تصمیم بیا غور وکړي.

په یاد لیک کې ویل شوي: ((د خپلو څرګندونو په پای کې غواړم د امریکا د متحده ایالتونو له حکومته وغواړم چې په افغانستان کې د دغه بشري او اقتصادي بحران په حل کې مسوولانه ګام پورته کړي، څو زموږ د راتلونکو اړیکو دروازې خلاصې شي، دغه راز له امریکا غواړو چې د افغانستان بانک مرکزي ذخیرې خلاصې شي او زموږ له حسابونو محدودیتونه لرې شي.))

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.