کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۰): د کابل ښار په دهبوري سيمه کې نن مازيګر د دوو چاودنوغږونه اورېدل شوي دي.
په سيمه کې د پېښې شاهدان وايي چې چاودنې د مازيګر په څه باندې ۴ بجو وشوې چې تر هغه وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
تر دې چاودنو څو شېبې مخکې د کابل په دشت برچي کې هم پر يوه تونس موټر د ماين چاودنه شوې ده.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن