ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د ننګرهار هوایي ډګر د کورنيو او بهرنيو الوتنو لپاره چمتو دی

چارواکي: د ننګرهار هوایي ډګر د کورنيو او بهرنيو الوتنو لپاره چمتو دی

author avatar
20 Nov 2021 - 16:04
چارواکي: د ننګرهار هوایي ډګر د کورنيو او بهرنيو الوتنو لپاره چمتو دی
author avatar
20 Nov 2021 - 16:04

جلال اباد (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت د هوايي چلند ادارې چارواکي وايي چې د دغه ولايت ملکي هوايي ډګر د کورنيو او بهرنيو الوتنو لپاره چمتو شوى دی.

دوی وايي چې تخنيکي او مسلکي کار کوونکي يې چمتو دي چې د دغه ډګر چارې په عادي ډول پرمخ يوسي او خلکو ته د تګ راتګ اسانتياوې برابرې کړي.

د ننګرهار ولايت چارواکو د لړم په ۲۹مه له ياد هوايي ډګر څخه د ليدنې پرمهال دغه څرګندونې کړې دي.

د ننګرهار د ملکي هوايي ډګر سرپرست امر سپين غر وايي چې دوی په تخنيکي او مسلکي برخه کې چمتوالی لري او کولای شي چې د هوايي ډګر چارې په عادي ډول پرمخ يوسي.

په ورته وخت کې د ننګرهار امنيه قوماندان مولوي نداء محمد نديم د دغه ولايت هوايي ډګر کې خبريالانو سره د مرکې پر مهال وويل چې دغه هوایي ډګر د هر ډول کورنيو او بهرنيو الوتنو لپاره چمتو دی.

نوموړي وويل، هېوادوالو او نړيوالو ته ډاډ ورکوي چې د ننګرهار هوايي ډګر له امنيتي او تخنيکي اړخه کومه ستونزه نه لري او د حکومت د پاليسۍ له مخې هر ډول الوتنو ته چمتو شوی دی.

د ننګرهار امنيه قوماندان همدا راز وويل چې ډېر ژر به له دې هوايي ډګر څخه کورنۍ او بهرنۍ الوتنې پيل شي.

د ننګرهار ملکي هوايي ډګر چې کلونه د بهرنيو ځواکونو د سترې نظامي اډې په توګه ترې ګټه اخیستل کېده، شاوخوا يو کال وړاندې د بهرنيانو د نظامي حضور په پای ته رسېدو افغان حکومت ته وسپارل شو، خو د ځينو تخنيکي نيمګړتياوو له امله ترې ګټه نه ده اخیستل شوې.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولايت يو سوداګر عزيز الرحمن عرب وايي چې دلته د ملکي هوايي ډګر موجوديت د ټولو ننګرهاريانو او په ځانګړې توګه د سوداګرو لويه غوښتنه وه.

هغه وايي، همدا اوس چې له دغه ولايت څخه څوک بهرني پروزاونه کوي، حج يا عمرې ته ځي نو لومړی بايد کابل ته لاړ شي او له هغه ځايه بيا بايد بهر ته لاړ شي چې دا يوه لويه ستونزه ده.

د يادولو ده چې د تېر ۱۳۹۹ کال د مرغومي په ۱۷مه د باختر افغان هوايي شرکت په ازمایښتي بڼه د ننګرهار هوايي ډګر ته يوه الوتنه هم کړې وه خو تر هغې وروسته بيا د پروازونو لړۍ درېدلې ده.

Views: 247

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.