غزني ښار (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ١٤٠٠): د غزني والي وایي چې هیڅ طالب سرتېری حق نه لري په خپلسر د خلکو کورونه تالاشي کړي او يا هم خلک وځوروي.
د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده چې د طالبانو له ليکو د تصفیې کمېسیون له لوري په جوړه شوې غونډه کې يې خبرې کولې وویل چې يواځې استخبارات د راپور پر بنسټ د خلکو د کورونو د پلټلو حق لري.
ده زياته کړه: ((طالب سرتېري حق نه لري چې په خپلسر یو څوک وځوروي، ویې وهې او ویې ګواښي.))
دغه راز د تصفیې کمېسیون غړي حمدالله منصوري وويل چې زورواکي، د خلکو ځورونه، فساد، رشوت او په خپلسر د کورونو تالاشي کول په ټوليزه توګه ټول بند دي.
هغه وايي: ((که چا دغه کار وکړ موږ ورسره قانوني چلند کوو او ټول بايد په دغه برخه کې له موږ سره همکاره وي.))
همدارنګه د غزني ولایت د تصفیې کمېسیون مشر مولوي عبدالله غزنوي وويل چې یو شمېر کسان د طالبانو له نوم څخه په استفادې سره غيرقانوني کارونه ترسره کوي.
ده پر طالبانو غږ وکړ چې دغه ډول خلکو ته د فعاليت کولو اجازه ور نه کړي.
د يادونې ده، د تصفيې کمېسيون د دې لپاره جوړ شوى ترڅو د طالبانو له ليکو څخه مفسد او هغه کسان لرې کړي چې خلکو ته ستونزې جوړوي.
Views: 721
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن