ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې لاریون کوونکو له نړیوالو د کنګل شوو پیسو ازادولو غوښتنه وکړه

خوست کې لاریون کوونکو له نړیوالو د کنګل شوو پیسو ازادولو غوښتنه وکړه

author avatar
23 Nov 2021 - 15:20
خوست کې لاریون کوونکو له نړیوالو د کنګل شوو پیسو ازادولو غوښتنه وکړه
author avatar
23 Nov 2021 - 15:20

خوست ښار (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د خوست اوسېدونکو د يو سوله ييز لاريون پر مهال له نړيوالو غوښتي چې کنګل پیسې دې ازادې کړي او د افغاستان اوسنی حکومت دې په رسميت وپېژني.

دغو کسانو چې شمېر يې سلګونو ته رسېده، نن (د لېندۍ ۲مه) د خوست په مرکزي چوک کې لاریون وکړ.

دوی دغه راز د امريکا متحده ايالتو له حکومته غوښتنه وکړه چې د افغانستان پر اوسني حکومت دې لګول شوي بنديزونه لرې کړي او په وينا يې، د دې نا اعلان شوې دښمنۍ پر ځای دې د دوستۍ لار غوره کړي.

د لاريون ګډونوالو همدا ډول په خپلو خبرو کې وويل چې ملګرو ملتونه او د بشر حقونو خوندیتوب اداره دې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو او د هغوی د روزل شوو سرتېرو ترسره کړي جنايات وڅېړي.

د داوود باور په نوم د دغه لاريون يوه ګډونوال پژواک خبري اژانس ته وويل، کومې پيسې چې نړيوالو کنګل کړې، دا د يوې ډلې نه دي، بلکې د ولس شتمني ده او زر تر زره دې ازاده شي.

دی وايي: ((موږ او تاسو ګورو چې زموږ اکثريت ولس د دې شتمنۍ د کنګل کېدو له لاسه کړېږي، هر څوک بې وظيفې، بې کاره او بې روزګاره دي. نو غوښتنه مو دا ده چې زموږ کنګل شوې پيسې دې زر تر زره را خلاصې کړي.))

لاريونوالو په خپلو خبرو کې غوښتنه وکړه چې د جي شل هېوادونو په غونډه کې له افغانستان سره ژمنه شوې بشري مرستې دې په بېړه افغانستان ته وسپاري، څو د يو ستر ناورين مخه ونيول شي.

د دلارو شاه متقي په نوم د لاريون يو بل ګډونوال هم پژواک ته وويل که نړيوال غواړي چې په افغانستان کې بشري ناورين رامنځته نه شي، نو کنګل شوې پيسې دې ازادې کړي.

ده زياته کړه: ((دغه پيسې د کوم نظام سره او کوم حکومت سره تړلي نه دي، دغه پيسې دې اسلامي امارت پورې نه مربوطوي. دغه جبر دی، دا ظلم دی، هيڅ يو اصل او نورم دې ته متوجه نه دی چې د هغې په بنياد دې د افغانستان د خوار او مظلوم ولس دغه کنګل کړای شي.))

د دغه لاريون بل ګډونوال او مدني فعال شبيرالله جنبش له پژواک اژانس سره خبرو کې د حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د هېواد تعليمي نظام چې سخت ځپل شوی، بېرته پر پښو ودروي.

نوموړی وايي: ((د افغانستان تعلیمي نظام ډېر زیات وځپل شو، باید چې د دغه تعلیمي نظام لپاره کار وشي، که چېرې په دې برخه کې ګامونه وانه خیستل شي، خدای مه کړه زموږ راتلونکی به له تیارو سره مخ شي.))

د ياد لاريون ګډونوالو د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره د ذکر شوو غوښتنو ترڅنګ له ولايتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د بيارغونې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې دې موسسات او شرکتونه وهڅوي.

په پرېکړه ليک کې همدا ډول له حکومتي چارواکو غوښتنه شوې چې د ټولو اسلامي اصولو په مراعاتولو سره دې په خوست او ټول افغانستان کې د لويو او وړو نجونو لپاره د زده کړو زمينه برابره کړي.

هغوی همدا راز وغوښتل چې حکومت دې ټولې درېدلې انکشافي پروژې بېرته پيل کړي او د نوو پروژو تطبيق لپاره دې هم زمينه برابره کړي.

Views: 56

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.