Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سي فارم کمپنۍ په افغانستان کې د چرسو پروسس فابریکه جوړوي

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د سي فارم «Cpharm» په نوم کمپنۍ په افغانستان کې د ۴۵۰ ميلیون امریکایي ډالرو په لګښت د چرسو د پروسس کارخونه جوړوي او په دې کارخونه کې به له چرسو درمل او یو ډول کریم جوړېږي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي پژواک خبري اژانس ته وویل، سي فارم یوه المانۍ کمپنۍ ده چې په ځینو نورو هېوادونو کې هم مرکزونه لري.

د هغه په وینا، د ياد وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت چارواکو تېره ورځ د يادې کمپنۍ له استازو سره کتلي دي.

د هغه په وینا، دغه کمپنۍ غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس کارخونه جوړه کړي چې ورسره به په هېواد کې چرس یوازې همدې کمپنۍ ته ورکول کېږي او یاده کمپنۍ به ترې درمل او یو ډول کریم جوړوي.

د خوستي په وينا، له يادې کمپنۍ سره د تړون ټول پړاوونه بشپړ شوي، په لنډو ورځو کې به دا پروژه پيل شي او ورسره به ګڼ شمېر هېوادوالو ته کار هم پيدا شي.

د سرچينې په وينا، د یادې کمپنۍ استازي ويلي، غواړي چې په دې برخه کې ۴۵۰ ميلیون امریکایي ډالره پانګونه وکړي.

د خوستي د معلوماتو له مخې، د سي فارم کمپنۍ استازي ویلي چې دا مهال په افغانستان کې پر ۲۰زره جریبه ځمکه چرس کرل کېږي او دغه کمپنۍ پر دېرش زره جریبه کرل شوو چرسو ته اړتیا لري.

خوستي په دې اړه چې په افغانستان کې د چرسو کرل منع دي، وویل: «دا مهال په هېواد کې چرس کرل کېږي او موږ غواړو د چرسو کرکیلې ته یوه قانوني لار پیدا کړو او قانوني بڼه ورکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې په ځینو نورو هېوادونو کې هم د چرسو کر قانوني شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.