کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۰): یوناما له ښځو سره د تاوتريخوالي پر مخنیوي د ټينګار ترڅنګ ويلي چې په افغانستان له هرو لسو ښځو نهو يې لږ تر لږه يو ډول تاوتريخوالى تجربه کړى دى.
هر کال د نومبر ۲۵مه په ټوله نړۍ کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه نمانځل کېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په همدې مناسبت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه اداره د بشري بحران پر مهال د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د پیوستون او ژمنتیا غوښتنه کوي.
یوناما د افغانستان پر ټولو وګړو غږ کړی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
سرچينې لیکلي، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د ښځو او نجونو لپاره یو جدي ګواښ او د تلپاتې پراختیا او سولې ته د رسېدو پر وړاندې لوی خنډ دی، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی چې د ناڅرګندې وبا په توګه پېژندل شوی، د کوویډ- ۱۹ له وبا او بشري بحران سره لا زیات شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې له هرو لسو ښځو نهو یې لږ تر لږه د تاوتریخوالي یو ډول تجربه کړی چې په نړۍ کې تر ټولو لوړ شمېر ښيي.
د دې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په نړۍ والو شمېرو کې بیا په هرو درېیو ښځو کې یوې یې تاوتریخوالی تجربه کړی دی.
د یوناما په بیان کې د یوناما د مشرې دیبرا لاینز په حواله لیکل شوي چې ټول خلک باید له ښځو سره د تاوتریخوالي په له منځه وړو کې همکاري وکړي.
هغې ویلي: «موږ باید د دې کشالې د له منځه وړو لپاره ګامونه واخلو، باید د تاوتریخوالي مخنیوی وکړو، موږ باید د شرم او نور جوړجاړي اندېښنې ختمې کړو، موږ باید له پاتو خلکو ملاتړ وکړو.»
ملګرو ملتونو ویلي، نړیواله ټولنه باید د افغان مېرمنو او نجونو غږونو او تجربو ته غوږ ونیسي او د دوی اړتیاوو ته په بېړه ځواب ووایي.
خبرپاڼه کې راغلي، که ښځې او نجونې په وېره کې ژوند کوي نو د سولې او دوامداره پرمختګ لپاره ټولې پخوانۍ او اوسنۍ هڅې چې د افغانستان لپاره اړینې دي، له شاتګ سره مخ کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن