Language

د پټاقیو د وارداتو، تولید او کارونې د مخنیوي حکم سوداګرو او صنعت‌کارانو ته ابلاغ شو

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر، سوداګرو، صنعت‌کارانو او د خصوصي سکټور غړو ته د پټاقیو د وارداتو، تولید او کارونې د مخنیوي په اړه د ا.ا د مشر حکم ابلاغ کړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپانه کې راغلي چې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د اسلامي امارت د مشر د حکم د ابلاغ په موخه، له سوداګرو، صنعت‌کارانو او د خصوصي سکټور له غړو سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د پټاقیو د وارداتو، تولید او کارونې د مخنیوي په اړه یاد شوی حکم هغوی ته ابلاغ شوی دی.

د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي چې دغه حکم د اذیت او ازار، د ناوړه پېښو د رامنځته کېدو د مخنیوي او د خلکو شکایتونو ته د رسېدو په موخه صادر شوی دی.

در خبرنامه آمده که در اخیر این دیدار تصمیم گرفته شد تا جهت فرهنگ‌سازی و تطبیق هرچه بهتر حکم یادشده، این موضوع با وزارت‌های امور داخله، تحصیلات عالی، معارف، حج و اوقاف، امربالمعروف و نهی عن‌المنکر و سایر ادارات مربوط شریک شود.

د خبرپاڼې له مخې، د دې لیدنې په پای کې پرېکړه شوې چې د عامه پوهاوي او د یاد حکم د لا ښه تطبیق په موخه، دا موضوع د کورنیو چارو، لوړو زده‌کړو، پوهنې، ارشاد، حج او اوقافو، امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر له وزارتونو او نورو اړوندو ادارو سره شریکه شي.